د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

ننګرهار:په هوايي حمله کې د داعش ۵تنه مشهور کسان وژل شوي


د ننګرهار ولایت د اچین ولسوال حاجي غالب مجاهد ازادي راډيو ته وویل،چې د سه شنبې په مازیګر شاوخوا څلور بجې بې پيلوټه الوتکې د اچين ولسوالۍ د پيښې په سیمه کې پر داعشيانو بمبار کړی چې په پایله کې ګڼ شمېر داعشيانو ته مرګ ژوبله په کې اوښتې ده.

ولسوال وويل، چې لومړني معلومات ښايي،چې په وژل شویو کې د داعش ډلې پینځه تنه لوړ پوړي مشران هم وژل شوي دي.

د ویلو ده چې تېره ورځ د ملي اردو ځواکونو په همدې ولسوالۍ کې پر داعشيانو د توپچي انداښتونه کړي وو چې په پایله کې يې اتلس تنو داعشيآنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG