د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

الیکساندر: روسیه چمتو ده چې له افغان ځواکونو سره پوځي مرسته وکړي


په کابل کې د روسیې سفیر ویلي، هېواد یې حاضر دی چې د افغان ځواکونو سره د پوځي تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړي.

په هغه خبر پاڼه کې چې په همدې اړه د افغانستان د امنیت له شورا څخه خپره شوې راغلي چې الیکساندر مانټیټسکي نن د افغانستان د امنیت شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې ویلي چې روسیه د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره هر ډول مرستو ته چمتو ده.

ښاغلي اتمر هم د دغې کتنې پر مهال ویلي چې، افغانستان له هغو ترهګرو سره په جګړه کې دی چې غواړي په افغانستان او سیمه کې نا امنۍ وغځوي او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

حنیف اتمر ویلي چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د روسیې او نورو هیوړادونو پوځي مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG