د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

"پاکستان اړ شو څو د سولې په خبرو کې پر منځګړیتوب ټينګار وکړي"


د سولې عالي شورا وایې، پر پاکستان ځینو سیمه ییزو او نړېوالو فشارونو دغه هېواد اړ کړی څو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

د دغې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار نن ( سې شنبې ) ازادي راډيو ته وویل، چې که پاکستان غواړي د سولې په پروسه کې خپل صداقت وښیې، نو باید ځينې عملي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې ځینو پاکستاني چارواکو له هغې جملې د دغه هېواد صدراعظم ویلي چې هېواد یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې منځګړیتوب ته چمتو دی.

خو د چارو کارپوهان وایې، پاکستان په دې هڅه کې دی، څو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر هر ډول خبرو کنټرول ولري.

د سولې عالي شورا په دې باور ده، چې په افغانستان کې د روانو ناامنیو او جګړې د حقایقو په اړه د سیمې او نړۍ د هېوادودنو څرګندونو پاکستان اړ کړڅو د افغانستان د سولې په خبرو کې پر منځګړیتوب ټينګار وکړي.

د سولي د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو منځګړیتوب ته د پاکستان چمتووالی، د نړېوالو فشارونو نتیجه ده:

((کوم فشارونه چې د سیمې په کچه د پاکستان پرحکومت او دغه راز د سیمې نه بهر شاید د امریکا او ناټو د هېوادونو له خوا وي، دوی ته به یې ویلي وي چې له انتحار، چاودنې او ډله ییزو حملو څخه چې ملاتړ کیږي، هغه باید پای ته ورسول شي او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره صادقانه همکاري وشي.))

ښاغلي قاسمیار زیاته کړه چې که پاکستان په رښتیا سره په دغه پروسه کې صادقه وي، نو باید د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ اوربند ته زمینه برابره کړي او له دغې ډلې خپل ملاتړ بند کړي.

په وروستیو کې پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغانستان د سولې د ځنډیلي بهیر منځګړیتوب ته چمتو دي. یوله دغو چارواکو څخه ددغه هیواد صدر اعظم نواز شریف دی.

خو د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په وروستۍ ناسته کې د پاکستان د صدراعظم د دې څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې دا هېواد باید لومړی له طالبانو سره خپلې مرستې بندي کړي.

د ښاغلي عبدالله په وینا، که پرطالبانو د پاکستان مرستې بندي شي، دغه ډله به د جګړې د دوام توان ونه لري.

د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې چې ټاکل شوې وه د روان کال د جولای په وروستۍ نیټه ترسره شي، د ملا عمر د مرګ له خبر سره و ځنډول شوې.

په ورته وخت کې د چارو کارپوه روح الله امین وایې، چې پاکستان خپل امنیت ته اندیښمن دی نو له همدې امله په دې هڅه کې دی چې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې پر هر راز خبرو اترو کنټرول ولري:

((دا د پاکستان لپاره سیاسي او امنیتي لومړیتوب لري چې د طالبانو او بل هر حکومت خاصتاً افغانستان سره هر ډول پروګرام چې وي که د سولې وي او یا هم جګړې، باید د پاکستان په کنټرول کې و اوسي او هیڅ کله دا نشي زغملای چې بل څوک پریکړه وکړي او نتیجه یې هر شی چې وي، پر پاکستان تاثیر وکړي.))

خو د چارو بل کارپوه او د پاکستان لپاره پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي وایې، د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې په دې هدف دي څو امریکا ته د پاکستان د صدراعظم په راتلونکې سفر کې د دغه هېواد ملاتړ راجلب کړي.

دغه کارپوهان وایې، پاکستان هیڅ کله د افغانستان پر وړاندې ریښتینی نه و او سپارښتنه کوي، چې افغان حکومت باید له دغه هېواد سره په احتیاط چلند وکړي.

XS
SM
MD
LG