د قیصار اوسېدونکي وايي، خپلسرو وسله والو پر دوی تېری کړی
د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ یوشمېر قومي مشران تور پورې کوي چې د دې ولسوالۍ چارواکو پورې اړوندو غیرمسوولو وسله والو کسانو کورنه چور کړي او په ښځو یې جنسي تیري کړي. د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ یوشمېر قومي مشران چې د عدالت غوښتنې لپاره کابل ته راغلي او وايي چې غیر مسوولو وسله والو یې په کورنو یرغل کړی؛ مالونه یې لوټ کړي، کورنو ته یې اور اچولی او حتی په ځینو ښځو یې جنسي تیری کړي دي.