د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د قیصار اوسېدونکي د خپلسرو وسله والو له ځورونې او تېریو شکایت کوي


د فاریاب ولایت بې ځایه شوې کورنۍ
د فاریاب ولایت بې ځایه شوې کورنۍ

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ یوشمېر قومي مشران تور پورې کوي چې د دې ولسوالۍ چارواکو پورې اړوندو غیرمسوولو وسله والو کسانو کورنه چور کړي او په ښځو یې جنسي تیري کړي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ یوشمېر قومي مشران چې د عدالت غوښتنې لپاره کابل ته راغلي او وايي چې غیر مسوولو وسله والو یې په کورنو یرغل کړی؛ مالونه یې لوټ کړي، کورنو ته یې اور اچولی او حتی په ځینو ښځو یې جنسي تیری کړي دي.

د یادو قومي مشرانو په استازیتوب ارباب سرور د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې غیر مسوول وسله والو د قیصار سرپرست ولسوال رحمت الله او د دې ولسوالۍ په سرپرست امنیه قوماندان نظام پورې اړوند دي.

((له بده مرغه خپلسرو وسله والوغټو قوماندانانو کسان زموږ کورنو ته چې جګړه نه و اورونه واچول؛ حتی په ځینو ښځو جنسي تیری وکړ، خلک د ظالمانو له منګلو څخه د خلاصون په هدف هرات، بادغیس ولایتونو او ځینو نږدو دښتو ته وښتېدل.))

ښاغلي سرور د ملي وحدت حکومت له مشرانو وغوښتل چې باید تېری کوونکو ته له قانون سره سم سخته سزا ورکړي.

د قیصار ولسوالۍ قومي مشرانو یوشمېر عکسونه او ویډیوګانې هم د اسنادو په توګه چې د کورنو سوځول په کې ښودل کېدل له رسنیو سره شریکې کړې.

په دې وروستیو څو میاشتو کې د فاریاب ولایت په ځینو ولسوالیو کې وسله والو طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره سختې جګړې کړي چې ځینې سیمې هم لاندې کړې دي.

له همدې امله د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له وسله والو طالبانو سره د جګړې لپاره فاریاب تللی و.

د قیصار اوسېدونکو ویل چې سیمه ییزو وسله وال؛ کوم چې له افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای د وسله والو طالبان په ضد به جګړه کې ښکېل دي؛ دوی نه پریږدي چې خپل شکایتونو د جګړې په سیمه کې تر حکومتي ورسوي.

بل خوا د قیصار سرپرست ولسوال د قومي مشرانو تورونه ردوي او وايي چې دا د طالبانو دسیسې دي چې خلک د حکومت پر وړاندې تحریک وي.

سرپرست ولسوال رحمت الله له ازادي راډیو سره په خبرو کې له زیانمنو کورنیو وغوښتل چې خپل اسناد دې له دوی سره شریک کړي.

((موږ یواځې د طالبانو ضد یو، امکان نه لري چې موږ له طالبانو سره جوړ شو؛ له همدې امله له موږ بد وړي، نه وسله وال کسانو لرو چې جګړې پرې وکړو؛ نه عسکر لرو چې د خلکو په کورنو کې واچو چې خدای مه کړه تیری وکړي.

په بشپړ ډول دا خبرې درستې نه دي، ټولې غلطې دي، دوی دورغ وايي، د قیامت په ورځ دې د دوی لاسونه او زموږ د غاړې وي، زه د ټول ردوم.))

په ورته وخت کې په قیصار ولسوالۍ کې د شویو اداعاو د پلټنو په هدف یو حکومتي پلاوی سیمې ته رسېدلی او دا مهال په څیړنو بوخت دی.

دا په داسې حال کې ده چې وخت ناوخت د افغانستان په شمال کې خلک له غېر مسوولو وسله والو ډلو شکایتونه کوي او وايي چې دغه ډلې له خلکو سره زور زیاتی کوي.

د امنیتي چارو کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي چې افغان امنیتي ځواکونه دې پیاوړي کړي؛ څو په سیمه کې د خپلسرو غیر مسووله وسله والو ډلو چې د خلکو د ځورونې لامل ګرځي مخه ونیسي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG