د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

دین محمد: د سولې خبرې باید ونه ځنډول شي


د سولې د عالي شورا یو لوړ پوړی چارواکی وايي چې د هېواد اوسني وضیعت ته په پام سره د سولې خبرې باید ونه ځنډول شي.

حاجي عزیزالله دین محمد دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د سولې د پروسې د علمي ارزونې په کنفرانس کې وکړي.

په داسې حال کې چې ویل کېږي د تېروڅوکلونوپه موده کې د افغانستان د سولې په پروسې نږدې اته سوه میلیونه ډالره لږېدلي او لاسته راوړنه نه لري، خو د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې خبرو په پېلېدلو ټینګار کوي.
د دغې شورا یو لوړ پوړي چارواکي حاجي عزیز الله دین محمد د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پژواک خبري اژانس له خوا د افغانستان د سولې د پروسې د علمي ارزونې کنفرانس ته وویل چې د افغانستان اوسني وضیعت ته په پام سره د سولې خبرې باید ونه ځنډول شي:

((په افغانستان کې دا اوسنی جنګ چې روان دی، دې ته په پام سره د سولې خبرې باید یوه شیبه نورې هم ونه ځنډېږي، دا ځکه دا کومې جنازې چې یې کېږي، کوم ورانی او خلکو ته چې کوم تاوان رسېږي، د جنګ مساله د خبرو له لارې حلول دې ته هره شېبه کوشش پکار دی، که دا په پاکستان کېږي، که په بل چا کېږي دا کوښښ باید وشي، ترڅو پورې چې بیا د مذاکراتو مخه خلاصه شي.))

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سولې لومړی پړاو خبرې شااوخوا دوه میاشتې مخکې په پاکستان کې ترسره شوې، خو دوهم پړوا خبرې چې ټاکل شوې وه بیا په نوموړي هېواد کې جوړې شي د طالبانو د مشرملامحمدعمر د مرګ د خبرپه خپرېدلو سره لغوه شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس یو څېړنیز راپورچې دغه یو ورځني کنفرانس کې خپور شو، دا ښيي چې د ډېرو لګښتونو سره ـ سره د سولې پروسې کومه لاسته راوړنه نه درلوده.

د پژواک خبري اژانس مسوول دانش کړوخیل خبریالانو سره په خبروکې وویل چې د دغې څېړنې موندنې ښيي چې په تېرو پنځه کلونو کې د افغانستان د سولې په پروسې له ۷۸۲ میلیونه ډالرو څخه زیاتې پیسې لګېدلې دي.

د پژواک خبري اژانس دغه راپورچې د افغانستان په څلور دېرش ولایتونوکې له درې نیم سوه کسانو سره د مرکو پرمټ چمتو شوی ښيي چې خلک د سولې د پروسې په وړاندې بې باوره شوي دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېرکارپوهان وايي چې د سولې پروسه یوناسم لورته په حرکت کې ده.

د چارو شنونکې شهلا فرید ازادي راډیوته وویل چې دغه پروسې هیڅ لاسته راوړنه نه لري:

((د سولې لپاره بهیرشته خو زما په اند چې سمه لار یې نه ده وهلې، هغه مهال موږ ویلی شو چې د سولې شورا سم لورته حرکت کړی، یولاسته رواړنه لري او نورې به هم ولري چې د افغانستان هر وګړی خپل ځان په امن کې احساس کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې پروسې د کمیو ترڅنګ لاسته راوړنې هم درلودې.

د سیاسي چارو یو شمېر نورکارپوهان وايي، د سولې خبرې به هله نتیجه ورکړي چې د سولې پروسه په یو ملي پروسه بدله شي.

دوی ټینګارکوي چې کوم کسان د سولې د پروسې په سر کې دې باید بې پرې وي او یوه د تطبیق وړعلمي طرحه په لاس کې ولري.

XS
SM
MD
LG