د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

په ننګرهار کې د وسله الو پرضد یو میاشتنی عمليات پای ته ورسیدل


هغه عمليات چې پوره یوه میاشت وړاندې د ننګرهار په خوګياڼو، شیرزاد او حصارک ولسواليو کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا پيل شوي وو؛ د جمعې یکشنبې په ورځ پای ته رسیدل.

د دې عملياتو د پای په مراسمو کې چې په خوګياڼو ولسوالۍ کې ترسره شو په ختیځه سیمه کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان جنرال محمد زمان وزیري وویل چې دغو ولسواليو کې د وسله والو شتون کابل، لوګر او ننګرهار ولایتونو لپاره ستر ګواښ وو او په همدې هدف يې دغه عمليات ترسره کړل چې په خبره يې یادې ولسوالۍ د وسله والو له شتون څخه پاکې کړې.

ده وویل د دې عملياتو په جريان کې څه باندې دوه نیم سوو وسله والو ته مرګ ژوبله واړوله:

((موږ موافقه شو چې دغه ټولې ساحه د وسله والو پاکې کړو هم په لاره کې او هم په حصارک کې هغه وظیفه چې موږته راکړل شوې وه پوره کړه، وسله والو د ماینونو نه زیات کار اخیستی و چې موږ یو سلو یوولس ماینه کشف او خنثا کړل، اولس ماینونو انفجار وکړ، په دې عملياتو کې ۱۵۰ کسان مړه دي او ۱۱۲ تنه ټپیان دي او اویا کسان مو ژوندي ونیول چې اړوندو ارګانونو ته مو سپارلي دي.))

نوموړي وویل، د دولت د وسله مخالفينو دوی سره د مخامخ جګړې توان نه درلود او په ځای ځای ماینونو خښولو څخه يې استفاده کړې وه چې په دې جریان کې دیارلس تنه امنيتي ځواکونه هم وژل شوي او درې تنه نور زخميان دي.

بل خوا د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد وویل چې د دې عملياتو په جریان کې يې په حصارک ولسوالۍ کې دیارلس امنيتي پوستې جوړې کړې او د محلي پولیس په شمېر کې زیاتوالی هم راوست:

((د دغو عملياتو په ترڅ کې چې په شيرزاد او حصارک کې و، په خاص ډول په حصارک کې موږ دیارلس پوستې نوې ایجاد کړې او دیرش تنه محلي پولیس چې روزنه يې اخیستې وه په دندو وګمارل.))

نوموړي وویل، دوی په پام کې لري چې یو شمېر نورو ولسوالیو لپاره هم محلي پولیس اضافه کړي او دارنګه داعش وسله والې ډلې د ځپلو لپاره هم چمتوالی لري:

((انشالله په ډيره اندازه محلي پولیس به موږ معرفي کړو، هم په حصارک او هم شیرزاد او ده بالا او په خاص ډول اچين لپاره په پام کې لرو چې هلته هم داعش وسله والې ډلې ته سخت ګذارونه ورکړو.))

هغه سرتيري چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګيږي پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې دوی سره د وطن په ساتنه کې مرسته وکړي:

((محمد انور: د وطن خدمت په هر مسلمان باندې فرض دی موږ ټول باید که شخصي یا نظامي یو ټول په ګډه باید د وطن ساتنه وکړو او وطن اباد کړو.

صدیق سرتیری:موږ دشمن سره جنګیږي ترڅو چې مو له منځه نه وي وړی بيرته نه راځو اوس هم شیرزاد ته اول خط ته تللی وم د وطن د ساتنې په خاطر.))

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته په راستولي بریښنالیک کې ویلي چې په یادو عمليآتو کې دوه نوي تنو ته مرګ ژوبله اړولې او څلورویشت عرادې رینجرې او ټانګونه ویجاړ کړي،خو امنيتي ځواکونه د وسله والو طالبانو دغه ادعا بې بنسټه بولي.

XS
SM
MD
LG