د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

فیصل: د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د رییس پرسر اختلافات لا شته


اجراییه ریاست انتقاد کوي چې د حکومت مشران لاهم د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د رییس د ټاکلو پر سر د نظر اختلافات لري.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ملي وحدت د حکومت یو اړخ په نظر کې لري چې د انتخاباتي اصلاحاتو په کمیسیون کې هغه کسان په دندو وګماري چې هغوی پخوا په تقلب کې لاس درلود:

((د ملي وحدت حکومت یو اړخ پلان لري چې په دې کمیسیون کې هغه اشخاص راشي چې هغوی خپله په تقلب کې لاس لرل او هغوی خپله له تقلب څخه دفاع کړې؛ خو د ملي وحدت حکومت بل اړخ بیا دې مسالې ته متوجه دی او بحث یې هم دا دی هغه اشخاص چې په دې کمیسیون کې ګمارل کیږي باید له تقلب څخه پاک کسان وي او کارونه یې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي.))

له بلې خوا د جمهوري ریاست ﻳﻮﻱ ﺳﺮﭼﻴﻨﻲ ﺩ ﻧﻮﻡ ﻧﻪ ښودلو ﭘﻪ ﺷﺮﻁ ازادي راډيو ته ﻭﻭﻳﻞ چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د رییس د ټاکل کېدو په اړه ټول کارونه بشپړ شوي او ډير ژر به اعلان شي.

د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون د روان کال د ثور په میاشت کې په انتخاباتي نظام کې د اصلاح په هدف رامنځ ته شو؛ خو تراوسه یې کار نه دی پیل کړی.

ولسمشر د دې کمېسیون رییسه شکریه بارکزۍ ټاکلې وه؛ خو د اجراییه ریاست له مخالفت سره مخ شوه.

په عین حال کې ویل شوي وو چې ښاغلي غني او عبدالله عبدالله توافق کړی و چې د اکسین یا د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو د شبکې رییس جانداد سپین غر د دې کمیسون رییس وي؛ خو ځینې منابع وایي؛ ولسمشر غني په پام کې لري چې حمیدالله فاروقي د یاد کمېسیون مشر وټاکي.

له بلې خوا یو شمېر افغان کار پوهان وایي؛ که چېرې د انتخاباتي اصلاحاتو په کمیسیون کې اشخاص د اړیکو په اساس معرفي شي؛ نو دا کمیسیون به خلکو ته د منلو وړ نه وي.

افغان کارپوه ثمر سیرت په دې اړه وایي.

((که چېرې د دوو ډلو له خوا په دې کمیسیون کې کسان ګمارل کیږي؛ دا کمیسیون به شفاف کارونه ترسره نه شي کړی او رتلونکي انتخابات به له درغلیو ډک وي.))

د چارو کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي چې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره دې یاد کمېسیون ته ټول امکانات برابر او د کمېسیون په چاروکې دې له هرډول لاسوهنې ډډه وکړي.

د دوی په باور د افغانستان د انتخاباتي سیسټم د اصلاح په برخه کی ځنډ کیدای شي؛ په ملي او نړېواله سطح د افغانستان اعتبار ته ډیر زیان ورسوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG