د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

يوه قرغزۍ چې له داعش سره ملګرې کېدله ونيول شوه


يوه پنځه ویشت کلنه قرغزۍ ښځه چې غوښتل یې د اسلامي دولت له وسلوالې ډلې سره یو ځای شي په مسکو کې نیول شوې ده.

د ازادي راډیو د قرغزي څانګې د راپور پر بنسټ، نیول شوې ښځې غوښتل له مسکو څخه ترکیې ته لاړه شي او له هغه ځایه له داعش سره د یو ځای کیدو لپاره سوریې ته واوړي.

د قرغزستان چارواکي وايي دا ښځه چې حمیده نومیږي، خپل دوه ماشومان او خاوند یې د چوی په کلي کې پرېښې دي او د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې د یو غړي د لیدلو لپاره مسکو ته تللې وه.

د چارواکو په وینا، ټاکل شوې وه د داعش دا غړی حمیده چې دا یې مستعار نوم دی، سوریې ته واستوي.

د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼې کې ویلي، حمیده د جون د میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه د مسکو په یو هوايي ډګر کې ونیول شوه.

د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت وايي، څلور کاله مخکې حمیده ډیر زیاته مذهبي شوه او د اینټرنیټ له لارې یې له سخت دریځو اسلامپالو سره اړیکې پیدا کړې.

ددې وزارت په خبرپاڼې کې دا هم ویلي شوي چې دې پنځه ویشت کلنې قیرغیزۍ ښځې په دې وروستیو کې د خطاب په نوم د یو تاجک سړي سره چې د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې سره تړلی تماس ونیوه.

حمیدې په مسکو کې له نیول کیدو وروسته د ازادي راډیو قیرغیزي څانګې ته ویلي، له خطاب سره تر اړیکو وروسته یې پریکړه وکړه چې د اسلامي دولت په نوم له وسلوالې ډلې سره یوځای شي او ددې په وینا د کفارو پر ضد مبارزه وکړي.

قیرغیزي چارواکي وايي، ټاکل شوې وه حمیده په یو جعلي پاسپورټ چې د خطاب له خوا ورته برابر شوی و له مسکو څخه ترکیې ته سفر وکړي.

حیمدې ویلي، هیله یې لرله چې ډاکتره شي خو د کورنیو مجبوریتونو له کبله اړ شوه چې واده وکړي.

خطاب چې حمیده یې د داعش له ډلې سره یوځای کیدو ته هڅولې وه، دې ته یې د اسلامي دولت په ډله کې د یو لوی مسولیت د ترسره کولو ژمنه ورکړې وه. قرغزي چارواکي وايي ښايي همدې ژمنې حمیده له دې ډلې سره یو ځای کیدو ته هڅولي وي.

د ازادي راډیو د قیرغیزي څانګې خبریال وايي، داسې ښکاري چې خپله حمیده به ددې باعث شوي وي چې هغه په مسکو کې بیرته ستنه کړی شي.

حمیده وايي، په مسکو کې یې خپلې مور ته ټیلفون وکړ او مور یې له تلو منعه کړه. د حیمدې په وینا غواړي دا هر څه د یو خراب خوب په توګه له یاده وباسي.

XS
SM
MD
LG