د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

مستغني: طالبانو ته د پاکستان خبرداری له کابل سره د اسلام اباد د ژمنو یوه برخه ده


که څه هم افغان چارواکي طالبانو ته د پاکستان خبرداری مهم او ګټور بولي؛ خو له دې خبرداري یوه ورځ وروسته؛ طالبانو د افغانستان په څلورو ولایتونو کې انتحاري او ډله ییزې حملې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو طالبانو ته ویلي؛ که په افغانستان کې پسرلني عملیات ونه دروي له سخت غبرګون سره به مخ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا په افغان خاوره کې طالبانو ته د عملیاتو د درلو خبرداری د هغو ژمنو یوه برخه ګني چې دغه هېواد یې د تروریزم په وړاندې د ګدې مبارې په برخه کې لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې افغانستان ته د پاکستاني چارواکو ورستیو سفرونو دا ښودلې چې دغه هېواد د افغانستان د سولې د خبرو پلوی دی او په دې برخه کې به همکاري کوي:

((ورستی خبرداری چې افغان طالبانو ته د پاکستان له ادرسه مطرح شوی چې له جګړې لاس واخلي؛ په اصل کې د هغو ژمنو یوه برخه ده چې دغه هېواد یې له افغانستان سره لري.))

طالبانو ته د پاکستان له دې خبر داري سره ـ سرهد سه شنبې په ورځ په میدان وردګو؛ کندهار، بغلان او خوست ولایتونو کې طالبانو ډ‌له ییزې حملې کړي دي.

پاکستان په خپله خاوره کې مېشتو افغان طالب مشرانو ته خبرداری ورکړی چې یا ژر تر ژره پسرلني عملیات ودروي او یا دې د خپل عمل پایلو ته انتظار وکړي.

اېکسپرېس ټرېبیون پاکستانۍ ورځپاڼې د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی؛ ویلي چې پاکستاني چارواکو دا هم ویلي؛ که جګړه ونه درول شي، طالبان به د پاکستان او افغانستان له ګډ اقدام سره مخامخ شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د پاکستاني چارواکو د دې خبرداري ملاتړ کوي او وايي چې داشان څرګندونې افغان ځواکونو ته روحیه بښوونکې دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون یو شمېر غړي په دې باور دي چې پاکستان باید دا په عمل کې ثابته کړي چې په افغانستان کې د جګړې د درلو پلوی او په دې برخه کې خپلو خبرو ته ژمن دی.

د دې کمیسیون غړي خالد پښتون ازادي راډیو ته داسې وویل:

((دا اوس چې زه له تاسې سره خبرې کوم تقریباً په ټول افغانستان کې جنګ دی؛ دوی باید دا ثابته کړي چې په رېښتیني ډول په خبلو خبرو کې صادق دي او که نه دا یواځې یو شعار دی.))

که څه هم په دې ورستیو کې افغان او پاکستاني چارواکي په تینګار سره دا خبره کوي چې د دواړو هېوادونو اړیکي د پخوا د پرتله تر بل هر وخت زیات ښه شوي دي؛ خو د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم په دې باور دي چې پاکستان تل مدام سیاست کړی او خپلې ښې ته یې کتلي دي او د یو ښه ګاوندي په توګه یې له دغه هېواد سره نه ده پاللې.

دوی وايي، که پاکستان په رېښتینې ډول خپلو خبرو ته ژمن وي؛ نو د طالب او ترهګرو په وړاندې جګړه چې ویل کېږي؛ د همدوی له خوا یې ملاتړ کېږي؛ دوامداره نه بلکه ډېر ژر ختمېدونکې ده.

XS
SM
MD
LG