د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

هند د افغان سولې د هڅو په برخه کې د چین د ونډې ملاتړ کوي


له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو په ګډون د افغانستان اړوند مسایل اوس تقریباً د سیمې په سطح د مشرانو تر منځ د سیالۍ په یوه بحث بدل شوي دي.

په داسې حال کې چې ویل کیږي؛ د افغانستان تر پخواني حکومت اوسنی ولسمشر توانیدلی هم د سولې د بهیر او هم په ځینو اقتصادي پانګوونو کې د چین او پاکستان د مرستې او ملاتړ ډیرې ژمنې ترلاسه کړي؛ داسې انګیرنې هم راپورته شوي چې هند په سیمه کې خپلو سیالانو یعنې پاکستان او چین ته میدان بایللی دی.

په همداسې حال کې په کابل کې د هند سفیر له آزادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د چین د رول ملاتړ کوي؛ ځکه د ده په خبره چین په دې پوهیږي چې دا ستونزه د سیمي له امنیت سره تړلې ده.

په کابل کې د هند سفیر امر سینها د افغان دولت د سولې د هڅو په اړه وایي:

"زه فکر کوم د سولې هڅې کاملاً سمې وې. دوی په دې برخه کې نه یوازې له پاکستان، بلکې د پاکستان د نورو متحدینو لکه سعودي عربستان؛ چین او داسې نورو څخه غوښتنه کړې ده.

هغه ونډه چې د چین ده، موږ یې ملاتړ کوو، ځکه موږ پوهیږو او چین پوهیږي چې هغه څه چې روان دي؛ کولی شي، ټوله سیمه اغیزمنه کړي. افغانستان د جګړې ډګر دی، خو دا کولی شي د ټولې سیمې امنیت اغیزمن کړي."

یوازې سیاسي ډګر نه بلکې په دې وروستیو کې د چین او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو او په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي دهلیز د جوړېدو چارې هم هغه څه بلل کیږي چې ښایي هند ته په جنوبي آسیا کې د خپل موقف د لاسه ورکولو له اړخه ویره پیدا کړي.

د هند له لاسه وتلی چانس:

راتلونکې اونۍ هند ته د ولسمشر غني سفر ته په دې سترګه کتل کیږي چې په ترڅ کې یې ښایي ډهلي وتوانیږي؛ دغه له لاسه وتلی چانس بېرته ترلاسه کړي او خپل ځای پیدا کړي.

ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني د اپریل پر ۲۷مه او ۲۸مه هند ته په سفر کې د نورو مشرانو تر څنګ د هند له صدراعظم نریندر مودي سره وګوري.

ولسمشر غني تر دې وړاندې چین؛ پاکستان او متحده ایالاتو ته رسمي سفرونه کړي دي.

د افغانستان او هند تر منځ ستراتیژیکه همکاري به ډیر ژر بېرته عادي حالت ته راوګرځي او هند به د افغانستان د غوښتني سره سم دغه هېواد ته پوځي مرستې له سره پیل کړي.
کانوال

په کابل کې د هند سفیر آزادي راډیو ته وویل چې د افغانستان او هند مشران به پر سیاسي؛ امنیتي او هم اقتصادي مسایلو خبري وکړي. د چابهار بندر چې د هند؛ افغانستان او ایران تر منځ یوه ټرانزیټي لاره ده هم هغه موضوع ده چې د ځینو هندي چارواکو په خبره ښایي په دې سفر کې یې پر جزییاتو خبرې وشي.

امر سینها زیاتوي چې هند لېواله دی؛ د اپټا ټرانزیټي تړون سره یوځای شي. دی وایي، څو ورځې وړاندې یې په دې اړه وړاندیز افغان حکومت ته لیږلی او ښایي ډېر ژر به دوشنبه او اسلام آباد ته هم وړاندیزونه واستوي؛ خو تر دې وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر افغانستان ته د سفر پر مهال ویلي وو؛ ترهغو چې د هند او پاکستان اړیکې ښیې نه شي هند به په دې تړون کې شریک نه شي.

په جنوبي آسیا په تیره بیا په افغانستان کې د هند د نفوذ له لاسه ورکولو په اړه ځیني څیړونکي باور لري چې دا کار به موقتي وي او دوی دا موضوع په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د کابل او اسلام آباد تر منځ په ټکنیو اړیکو پورې تړي؛ په ځانګړي ډول چې دغه اړیکې د افغانستا ن او پاکستان تر منځ پولې په اوږدو کې د وسله والو ډلو د پټن ځایونو په برخه کې مطرح وي.

د هند د پوځ یوه متقاعد افسر "ګورمیت کانوال" Gurmeet Kanwal په ډهلي کې له رویټرز سره په خبرو کې همدې موضوع ته په اشارې ویلي چې د افغانستان او هند تر منځ ستراتیژیکه همکاري به ډیر ژر بېرته عادي حالت ته راوګرځي او په خبره یې هند به د افغانستان د غوښتني سره سم دغه هېواد ته پوځي مرستې له سره پیل کړي.

په کابل کې د هند سفیر همدې ټکي ته په اشارې وایي چې هند به افغانستان ته ځواکونه وانستوي؛ بلکې د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړولو په برخه کې به پوره ونډه واخلي.

XS
SM
MD
LG