د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

مظاهره کوونکو د ثور ۷مه او ۸مه په تاریخ کې د تورو ورځو په نوم یادې کړې


د افغانستان د همبستګۍ ګوند په سلګونه غړو نن د درالامان ماڼۍ مخې ته یوه اعتراضیه غونډه وکړه.

دوی د ثور د میاشتې اوومه او اتمه نېټه په افغانستان کې تورې ورځې وبللې او په هېواد کې یې د بې ګناه کسانو د وژونکو د محاکمې غوښتنه وکړه.

د همبستګۍ ګوند غړي ټینګار کوي چې افغانان باید خپل برخلیک په خپله بدل او لا اقل د څلور ورستیو لسیزو د ملکیانو وژونکي په خپلو ذهنونو کې محاکمه کړي.

د دغه ګوند په سلګونو تنو پلویانو د جمعې په ورځ د کابل د دارلامان ماڼۍ مخې ته د ثور د اوومې او اتمې نېټې په غبرګون او پایلو یې یوه اعتراضیه غونډه وکړه.

د همبستګۍ ګوند د مشرتابه شورا غړي حفیظ راسخ دغه دواړوه ورځې د افغانستان په تاریخ کې د تورو ورځو په نوم یادې کړې:

"نن چې کوم کسان وژل کېږي او له بیلابیلو ناخوالو سره مخ دي؛ د همدغو دوو تورو ورځو له امله دي؛ د ثور اوومه هغه کودتاه چې د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ وشوه؛ په زرګونه کسان یې په پولیګون کې ښخ کړل او په زرګونه نور یې له الوتکو څخه سیندونو ته وغورځول.

دا جنایت لا روان و چې له بده مرغه د ثور په اتمه د خلکو د جهاد او مقاومت نه په استفادې سره حنایت کاران تيکه دارۍ ته ورسېدل؛ د روس له مزدورانو سره یې لاس یو کړ او کابل یې د وینوو په حمام بدل کړ."

د ښاغلي راسخ په وینا، د دغو بې ګڼاه وژنو د عاملینو د محاکمې یواځنۍ لار د ظلم په وړاندې د خلکو یووالي او استقامت دی.

د افغانستان په تاریخ کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور له اوومه نېټې څخه د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ د کمونست پلوه حکومت د بري او د ثور له اتمې نېتې څخه د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر وړاندې د مجاهدینو د بریا د ورځې په توګه یادونه شوې ده.

یو شمېر عام خلک وايي چې د همدغو دوو ورځو له امله په تېرو څلورو ورستیو لسیزو کې په دغه هېواد کې شا او خوا دوه میلیونه بې ګناه افغانان ووژل شول.

د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور د اتمې نېتې د قربانیانو د خپلوانو له ډلې څخه عزت الله ازادۍ راډیو ته وویل:

"دکان یې راته چور کړ، بیا په کور راغلل چې یو شمېر یې په بالاحصار او یو شمېر یې د هندوانو په درمسال کې پټ شول؛ د چاودنې تر غږ او د خلکو تر شور ماشور ورسته زه او میرمن مې د کور بام ته پور ته شوو؛ یو راکټ راغی او په کور ولګېدو؛ یوې لور مې چره وخوړه او ځای پر ځای شهیده شوه؛ یوه بله په پښه ولګېده، زه هم څو چرې ولګېدم او همغه وخت مې پښې او لاسونه فلج شوي وو."

له کورنیو جګړو څخه دا دردېدلي وايي چې خلک باید د حکومت مشري خپله وکړي او خپل برخلیک په خپله بدل کړي.

په دغه اعتراضیه غونډه کې یوه ننداره هم وښودل شوه چې په تېرو څلور لسیزو کې یې د حکومتونو د جوړښت او وضیعت موضوع په ځان کې رانغاړلې وه.

که څه هم د ثور له اتمې نېټې د مجاهدینو د بریا له ورځېڅخه په هېواد کې د ننه د ډېریو حکومتي ادارو او بنسټونو له خوا د غونډو په جوړلو سره نمانځنه کېږي؛ خو یو شمېر عام خلک دا ورځ هم د ثور د اتمې نېټې پر شان د افغانانو د بدختۍ د لاملونو ورځ ګني.

XS
SM
MD
LG