د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د یمن او سعودي په اړه د افغان حکومت دریځ وستایل شو


د ملي شورا یو شمېرغړي او افغان کارپوهان د یمن او سعودي عربستان په اړه د افغان حکومت وروستی دریځ ستایي او دا د هر مسلمان هیواد دنده بولي.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یمن له قانوني حکومته ملاتړکوي او د ممکنه ګواښ په صورت کې به د حرمین شریفین دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو د ځپلو په هدف یوایتلاف جوړکړی او د سیمې د یو شمېرهېوادونو سربیره یې امریکا هم ملاتړ کړی دی.

د ملي شورا یو شمېر غړي او کارپوهان په دې باور دي، چې د سیمې او نړۍ هراسلامي هېواد باید د یمن د حکومت ملاتړ وکړي او سعودي عربستان ته د احتمالي ګواښ په صورت کې د دې هېواد له خلکو سره ودریږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې افغان حکومت د یمن د جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړی او ویلې یې دي چې د یمن د مشروع حکومت ملاتړ او د ممکنه ګواښ په صورت کې د حرمین شریفین دفاع کوي.

د ولسي جرګې غړي سید اکرام د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې که چېرې په راتلونکې کې سعودي عربستان له کوم ګواښ سره مخ کیږي، نو نوراسلامي هېوادونه به یې هم ملاتړ وکړي:

″ممکن ځیني هېوادونه ترخپل منځه مختلف نظرونه ولري، خوکله چې د سعودي عربستان موضوع یادیږي او هغه د نړۍ د اسلام مرکز دی، ښايي ټول اسلامي هېوادونه سعودي ته د ګواښ په صورت کې له دې هېواده ملاتړ اعلان کړي.″

سعودي په دې وروستیوکې په یمن کې د حوثي ملیشو د ځپلو په هدف یو ایتلاف جوړکړی او ځواکونو یې په یمن کې د حوثي یاغیانو په پټن ځایونو بمباري او حملې پیل کړي دي.

د دې ایتلاف ترچترلاندې له تیرې پنجشنبې راهیسي د فارس خلیج عربي هېوادونو او په افریقا کې مصراو سوډان په یمن کې پر حوثیانو بمباري پیل کړې ده.

حوثیان چې د یمن د پخواني ولسمشرعلي عبداله صالح ملاتړ ورسره دی پرمرکز صنعا واکمن دی او غواړي چې د یمن د ولسمشرعبدربه منصورحکومت له منځه یوسي.

په دې وروستیوکې د حوثیانو د فعالیتونه له امله د یمن ولسمشرعبد ربه منصورهادي له صنعا، عدن ته وتښتید او له عدن څخه عربستان ته ولاړ.

په ورته وخت کې بیا په ایران باندې دا تورلګلیدلی چې د حوثي یاغیانو له دریځه ملاتړکوي او د سعودي په مشرۍ له جوړشوي ایتلاف سره مخالف دی.

که څه هم تر اوسه ایران د حوثي یاغیانود ملاتړ په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی خو په یمن کې یې د سعودي په مشرۍ د پیل شوو عملیاتو د دریدو غوښتنه کړې.

د مشرانو جرګې غړی او د دې جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون پخواني مشرعارف الله پښتون بیا وایي، افغان حکومت باید د یمن د حکومت د ملاتړپه صورت کې د سیمې د هېوادونو حساسیتونه هم په پام کې ونیسي:

″موږباید همیشه داسې یو غږ پورته کړو چې پرافغانستان باندې منفي اغیز ونه کړي، ایران زموږ ګاونډی هېواد دی، که چېرې موږ ووایو چې د سعودي عربستان له پریکړې ملاتړکوو، دلته بیا د ایران سوال را پورته کیږي چې په هغې خاوره کې لاسوهنه کوي، موږ باید اوسنیو شرایطو کې داسې لاره غوره کړو چې څوک په کې له لاسه ورنه کړو.″

خوحکومت ته نږدې یوشمېرسرچینې وایي چې جمهوري ریاست د سعودي عربستان په مشرۍ له جوړشوي ایتلافه ملاتړ نه دی کړی، بلکې یوازې یې د یمن حکومت مشروع ګڼلی او سعودي ته یې د احتمالي ګواښ په صورت کې د دفاع ډاډ ورکړی.

د حکومت د اجرایي ریس سلاکار محمود صیقل په دې اړه وایي:

″موږ وایو که چېرې خدای مه کړه حرمین شریفین باندې تعرض وشي دا د ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان او ایران د مسلمانانو دنده ده چې مخه یې ونیسي، خو په اوسنیو شرایطو کې داسې کوم تعرض نه دی شوی، موږ او ایران په دې نظریو چې د سعودي او یمن موضوع باید د تفاهم له لارې هواره شي.″

ولسمشراشرف غني څو ورځې وړاندې د سعودي له پاچا ملک سلمان سره تیلیفوني خبرې هم وکړې، خو د دې خبرو جزیات له رسنیو سره شریک نه شول.

په همدې حال کې د کورنیوچارو وزیر نورالحق علومي هم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دوی سعودي عربستان ته د احتمالي ګواښ په صورت کې د افغان حکومت د مشرانو امر عملي کوي.

سعودي عربستان ته احتمالي ګواښ مسئله په داسې حال کې یادیږي چې د حوثي ملیشو یو شمېرډلې د سعودي سرحد ته نږدې شوي او څوځله یې د سعودي له ځواکونو سره ډزې هم تبادله کړي دي.

د چارو څیړونکي وایي، سعودي د افغانستان د سولې ملاتړی دی او افغان حکومت نه غواړي چې داسې یو ملګری د تعرض پرمهال یوازې پریږدي.

راپور: اسدالله لودین-کابل

XS
SM
MD
LG