د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

اغاملوک سهار، که د افغانستان راتلوونکي بېلګېټس!؟


د اغاملوک سهار اوسنی وضعیت د پخواني غریب بېلګېټس غوندې ښکاري او ښايي راتلوونکی یې هم د ده په څېر سرنوشت سره مخ شي.
د اغاملوک سهار اوسنی وضعیت د پخواني غریب بېلګېټس غوندې ښکاري او ښايي راتلوونکی یې هم د ده په څېر سرنوشت سره مخ شي.

اغا ملوک سهار پېژنئ؟

دی خپلو اشنایانو او ملګرو تر اوسه یوازې د یوه طنز ویونکي په حېث پېژانده خو د ده له بل استعداده نه وو خبر.. له کوم استعداده؟

د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر بېلګېټس یو وخت دومره غریب و چې د یوې ورځپاڼې د اخیستلو وس یې نه درلود خو نن سبا د نړۍ په شتمنو خلکو کې حسابیږي.

د اغاملوک سهار اوسنی وضعیت د پخواني غریب بېلګېټس غوندې ښکاري او ښايي راتلوونکی یې هم د ده په څېر سرنوشت سره مخ شي.

اغا ملوک سهار د غزني د مقر ولسوالۍ دی، دی تر دا څه مودې وړاندې پورې ملګرو یوازې د یوه طنز ویونکي په نوم پېژانده او د ده ترخو طنزونو ته به یې خندل او چکچک به یې ورته کول خو نن سبا د هماغه طنز ویونکي اغا ملوک سهارپه وجود کې د افغانستان د راتلوونکي د یوه تکړه کمپيوټر او ساینس پوه څېره ښکاري.

ښاغلی سهار اوس مهال د کابل د پول تخنیک پوهنتون د کمپيوټر ساینس پوهنځي د دویم کال محصل دی.

اغا ملوک سهار د فیسبوک، جي مېل، یاهو او د ځینو نورو ټولنيزو شبکو په څېر داسې یو سافټ ویئر جوړکړي چې تردغو هغو ډېر خوندي او پرمختللی دی.

د ښاغلي سهار دغه ابتکار(لمر) نومیږي، دی د دې اپلېکیشن په اړه وايي چې په نوره نړۍ کې له موبایل دولتدارۍ کار اخيستل کیږي چې په افغانستان کې یې هم ضرورت احساسيږي او د (لمر) په مرسته به په دې هېواد کې هم خلک د موبایل دولتدارۍ له لارې د یوه موبایل په واسطه د دولت ټولو خدمتونو ته لاسرسی ولري.

سهار وايي چې په (لمر) شبکه کې هم د نورو ټولنيزو شبکو غوندې لومړی حساب یا اکاونټ جوړیږي خو له نورو سره یې توپير دا دی چې دا په الکترونېکي تذکرې پورې تړلی کار دی، که څوک تذکره ونه لري او یا په بل نوم یا په مستعار نوم وغواړي حساب پکې جوړ کړي، نه یې شي جوړولی.

ښاغلی سهار وايي چې (لمر شبکه) پخپل ځان کې ځينې نورې ډېرې ګټورې اسانتیاوې لري چې ډېرې مشهورې ټولنيزې شبکې هغه ښېګڼې نه لري، ملوک زیاتوي

عبدالحق سلامزوی چې له اغاملوک سهار سره له تېرو څو کلونو راهيسې پېژني، وايي چې د ملوک کارونه موږ ته حېرانوونکي وو. ښاغلی سلامزوی وايي چې اغاملوک خو لا د لیسې په دوران کې یو فارمول جوړ کړی و.

ښاغلی ملوک سهار وايي چې دا موضوع یې د افغانستان د معلوماتي ټېکنالوجۍ او مخابراتو وزارت سره شریکه کړې چې هغوی یې هرکلی کړی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت معین ایمل مرجان سره چې په اړیکه نیولو بریالی نه شوم نو د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتي ټېکنالوجۍ مشر اغامحمد حېدري مې وپوښت چې د اغاملوک سهار دغه جوړ کړی سافټ ويئر یا اپلېکېشن څومره ګټور دی او کله به کار ترې واخیستل شي، نو ښاغلي حېدري وویل چې دا یو ډېر ګټور اپلېکېشن دی او په الکترونیکي تذکرې پورې تړلی دی.

حېدري وايي چې دا خبره یې له مخابراتو وزارت سره شریکه کړې ده او پخپله د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته هم د دې شبکې خېر رسېدلی شي چې دوی اوس له اغا ملوک سره په ځينو نویو طرحو هم خبرې پېل کړي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ د ټېکنالوجۍ او د نوښت برخې مشر وېس پایاب وايي چې دوی د (ډېوې) او (ابتکار) یا نوښت په نوم داسې د سیالۍ ځينې پروګرامونه لري چې د سهار په څېر ځوانان برخه پکې اخېستلی شي او د قیمتي جایزو تر څنګ د خپلو کارونو د لا پرمختګ لپاره ځينې مرستې هم تر لاسه کولی شي.

اغاملوک سهار ته خو ډاکټر همایون حوصله او امید ورکړ، خېر دې یوسي. د اغاملوک ملګری عبدالحق سلامزوی بیا وايي چې ما حوصله او له ستونزو سره مبارزه له ده زده کړې.
اغاملوک سهار ته خو ډاکټر همایون حوصله او امید ورکړ، خېر دې یوسي. د اغاملوک ملګری عبدالحق سلامزوی بیا وايي چې ما حوصله او له ستونزو سره مبارزه له ده زده کړې.

څه وايي چې بې زحمته راحت نشته. اغاملوک سهار که شپې نه وای رڼې کړې او زحمت یې نه وای ویستلی ښايي خپل دروني استعداد یې په وجود کې مړ شوی وای. ځکه خو د اغاملوک سهار ملګری عبدالحق سلامزوی وايي چې دی ډېر خواري کښ او هڅانده ځوان دی.

د نریو او وړو زړونو خاوندان له ژونده زر ګېله من کیږي او زر زړه ماتي کیږي، خو هماغسې زر د یو چا خوږه او حوصله ورکوونکې خبره تاثیر هم ورباندې کوي. د اغاملوک سهار زړه هم د غزني ولایت امنیتي مشکلاتو او خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو ور نری کړی و. په دې کې یو زړه خوږی ډاکټر همایون راپېدا کیږي او ده ته نوي امیدونه او حوصله ورکوي.

اغاملوک سهار ته خو ډاکټر همایون حوصله او امید ورکړ، خېر دې یوسي. د اغاملوک ملګری عبدالحق سلامزوی بیا وايي چې ما حوصله او له ستونزو سره مبارزه له ده زده کړې.

سلامزوی وايي چې ده به په ځینو غونډو کې د ګډون لپاره او د یو شمېر ضروري کتابونو د اخېستلو لپاره حتی د کرایې پېسې هم نه لرلې خو د ده مبارزې او حوصلې رنګ راوړ .

چې ټينګ عزم او منزل ته د رسېدو ټینګه اراده له چا سره وي د هغه پښو ته سمندرونه او غرونه د ټينګې نه وي. اغاملوک سهار هم وايي چې همدا ستونزې او د ژوند لوړې ژورې وې چې زما اراده او عزم یې راپوخ کړ او زه یې داسې نوښتونو ته وهڅولم.

اغاملوک سهار اوس هم له ګڼو اقتصادی ستونزو سره مخ دی، له خپلې کورنۍ لرې په ډېرو مشکلاتو کې ژوند کوي او مبارزه کوي چې خپلې لوړې زده کړې لا پسې غني کړي. د ده غوندې باهمته او هڅانده ځوانان او د ډاکټرهمایون غوندې زړه خوږي هېوادوال دې خدای ډېر کړي. ننۍ تاندې څانګې رانغاړو.

تاندې څانګې پر فیسبوک پېدا کړئ او د خپرونې په اړهنظر راته پرېږدئ، پته ده: http://facebook.com/tandysangy

او د نورګل شفق پردې بریښنالیک پته خپل پېغامونه راولېږئ: ShafaqN@rferl.org

دا خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي چې هره شنبې ماسپښين 2:45 او هره سې شنبې سهار 10:30 له ازادي راډېو خپریږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:24 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG