د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

غورځنګ: ولایتي شوراګانو ته بیرته د څار واک ورکړل شو


د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، ولسمشراشرف غني د یوه حکم په صادرولو سره ولایتي شوراګانو ته بیرته د څار واک ورکړ.

د دې ادارې ویاند تواب غورځنګ ازادۍ راډیوته وویل، چې د ولایتي شوراګانو د څاردغه واک به د دوی د یوې مقررې له مخې چې نوې جوړه شوې مشخص شي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، چې د ولسمشرد نوي حکم له مخې د ولایتي شوراګانو غړي په درېیو برخو کې د څارحق لري.

د دې ادارې ویاند تواب غورځنګ د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې د څار دا ویش په دې معنی نه دی، چې د څار واک دې محدود شي، بلکې دا د دې لپاره شوی، چې د څار برخې ځانګړې شي.

دا چې د محلي ادارو په کومو برخوکې ولایتي شوراګانې څارنه کولای شي، ښاغلی غورځنګ په اړه وایي:

″د دې په څنګ کې هغه حدود هم ورته معلوم دي.

درې عمده ساحې دي چې دوی په هغه ساحو کې د حکومت له چارو نظارت کوي.

د خدماتو د عرضې ساحه ده، د بیارغاونې د پروژو د تطبیق ساحه ده چې دوی په کې نظارت کوي او د انکشافي پلان او د بودجې د مصرف ساحه ده.″

څه موده مخکې ولسي جرګې د ولایتي شوراګانو د قانون د تعديل طرحه تصويب کړه، خو په دې طرحه کې يې د سيمه ييزو ادارو پرکړنو د ولايتي شوراګانو څارنيز رول رد کړ.

د دې کارلامل د ولایتي شوراګانو د څارپه برخه کې د فساد موجودیت ګڼل شوې وو.

د ولسي جرګې تردغې پریکړې وروسته د ولایتي شوراګانو غړو د اعتراض په توګه خپل دفترونه وتړل.

خو د ولایتي شوراګانو مسولین وایي، د ولسمشرله نوي حکم نه چې دوی ته یې بیرته د څارنې حق ورکړ، هرکلی کوي.

د کابل د ولایتي شورا مشرسیدعبدالرحمن هاشمي ازادۍ راډيوته وویل، چې ولسمشرباید یو بل تقنیني فرمان هم په دې اړه صادرکړي ترڅو د ملي شورا ترتصویب وروسته د نظارت کلمه قانوني بڼه غوره کړي:

″زموږ تقاضا خو ریس جمهور نه تقنیني فرمان وه لیکن هغه څه چې موږ غوښتل هغه یې موږ ته په واقعیت کې رانکړل.

نه پوهیږو چې د پارلمان د ډار له وجې نه چې کومه کابینه چې پاتې پارلمان به ورته مزاحمت وکړي د هغه لپاره ریس جمهور حکم ورکړ.″

که څه هم چې ولسمشرد ولایتي شورا ګانو د څارد واک په اړه یو حکم صار کړخو دا لاڅرګنده نه ده چې څومره به ولایتي شوراګانې په دې وتوانیږي چې له دولتي ادارو څخه د څارپه برخه کې له خپل صلاحیته ښه استفاده وکړي.

د چارو څيړونکي وایي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره باید له دې وروسته په ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو څار ارزیابي کړي او د سرغړونو په صورت کې مداخله وکړي.

XS
SM
MD
LG