د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

مدني فعالان: د چادريوالو ښځو ستونزې دې حل شي


په کابل کې د مدني ټولنو یو شمېرفعالانو د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون دفترمخې ته بورکې یا چادري په سرکړې او غوښتنه یې وکړه چې د چادريوالو ښځو ستونزو ته دې رسېده ګي وشي.

دغو فعالانوچې ټول نارینه ځوانانو ووله چادریو سره په کابل ښار کې لاریون وکړ، څو احساس کړي، چې چادريوالې ښځې له څه ډول ستونزو سره لاس اوګریوان دي.

په ورته وخت کې دوی له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د ښځو له ځورولو څخه دې لاس واخلي.

یاد مدني فعالان وايي، دغه نمایشي حرکت یې چې عنوان یې دی ″چادريوال سړي″ د ښځو د نړېوالې ورځې د رارسېدو په مناسبت کړی او هدف یې دا دی چې حکومت باید د چادري اغوستونکو ښځو ستونزو ته پام وکړي.

دغو شااوخوا پنځلسو فعالانو د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې چې چادرۍ یې په سرکړې وې د کابل ښارد پل سرخ له سیمې د بشر حقوقونو کمېسیون پورې لاریون وکړ.

د دغو فعالانوله جملې څخه بصیر بیتا له ازادۍ راډيوسره په خبرو کې د یاد حرکت په اړه خپل نظرداسې څرګند کړ:

″موږ نن ورځ د بشر حقونو کمېسیون مخې ته راټول شوي یو، څو یاد کمېسیون د هغه ښځو ستونزو ته رسیده ګي وکړي چې له تاوتریخوالۍ ورسره مخ دي او په لارو او کوڅو کې ځورول کیږي په داسې حرکت سره غواړو د بشر د حقونو فرهنګ د ترویج د رسولو پیغام ورکړو.″

دغو ځوانانو همدرانګه ټینګار وکړ چې د یاد نمایشي حرکت په اجرا سره دوی په افغانستان کې د ښځوله خوا د چادري له اغوستلو سره مخالف نه دي او غوښتنه کوي چې د ښځو نړېوالې ورځې په نمانځلوکې دې له ټولو ښځو سره یو ډول چلند وشي.

دا حرکت په داسې حال کې ترسره کیږي چې له دې وړاندې تل داسې انتقادونه موجود وو، چې حکومت د چادريوالو ښځو او هم هغه ښځې چې په کورنو کې کارونه کوي، ژوند او حقونو ته توجو نه ده کړې.

خو ویل کیږي چې افغان حکومت په دې وروستیو څو کلونوکې د ښځو د حقونو د تامین لپاره جدي هڅې وکړې او ژمنې کړې چې په دې برخه ګټور ګامونه پورته کوي.

په افغانستان کې د طالبانو رژیم هغه دوره وه چې ښځې د چادري یا بورقې په پسرکولو مجبورې وې او یوې ښځې ته هم اجاره نه ورکول کېده چې له کور بهر کار وکړي او یا له چادري او محرم پرته له کوره ووځي.

غلام حسین یو بل ځوان دی، چې په دې نمایشي حرکت کې یې چادري په سرکړې او وایي، د چادري دارانو ښځو ځورولو سخت اندښمن کړی.

غلام حسین له ټولو ځوانانو او نارینو نه وغوښتل چې چادريوالې ښځې دې نه ځوروي او له دې کاره دې لاس واخلي:

″دوی دې د خپلې خور او مور چادري په سر کړي، څو احساس کړي هغه وخت چې دوی له کوڅو څخه تیریږي څه ویني او څه احساسه وي.″

افغانستان اسلامي هېواد دی او یوه سنتي ټولنه لري چې اکثره افغان میرمنې چادري په سر وي او د اسلامي حجاب په سترګه ورته کتل کیږي.

که څه هم د تېرې یوې لسیزې په پرتله د پایتخت کابل په ګډون د افغانستن په اکثرلویو ښارونوکې چادري لرونکې ښځې کمې تر سترګو کیږي، خو بیاهم په ولایتونو او لیرې پرتو سیموکې ښځې له چادرۍ پرته له کوره نه شي را وتلی.

په افغانستان کې د مدني ټولنې یو شمېرفعالان د ښځو دې وضعیت ته په اندېښنې کې دي او وايي چې د میلیونو ډالرو په راتګ سره اوس هم په افغان میرمنې په ناوړه حالت کې ژوند کوي او که ورته جدي پاملرنه ونه شي نور ورځ تر بلې به د ښځو ژوند له ستونزو سره مخ شي.

راپور: رحمت الله ″افغان″

XS
SM
MD
LG