د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

د ګودر تاریخ او کلتوري ارزښت


د ګودر هر بوټی دارو دی
چې پرې لګیږي د پیغلوټو پلوونه

د لنډۍ په اورېدو سره به مو حتمي په ذهن کې رڼه چینه، پر غاړو یې دنګ چینارونه، شا او خوا شنه او تنکي واښه، د ماتو شویو منګو کودرې، د شنو او سرو بنګړو کوچنۍ ټوټې او د پیغلو خنداګانې انځور شوي وي.

هو! دا ګودر دی.

ګودر د پیغلو د زړونو د سپکېدو دېره ده، ګودر د پیغلو د رازونو د ویلو وسیله او که لنډه یې ووایم ګودر د پیغلو د چکر او دمې ځای دی.

مینوالو موږ هم نن ګودر ته تللي یو، غواړو له ګودره مو خبر کړو، چې هلته څه کیږي او جوړښت یې څه ډول دی، دا ژوند په شېبو کې خپرونه زه محبوب شاه محبوب او فرشته مرسل وړاندې کوو.

درنو اورېدونکو! کله چې جونې په کور کې ستړې شي او کله یې چې زړونه له رازونو ډک شي، نو د تشولو لپاره یې یوه دېره لري چې هغه ګودر دی، دوي د اوبو په بهانه ګودر ته ځي او له همزولو سره د زړه غوټي سپړي.

د کابل پوهنتون استاد او لیکوال محمود مرهون راته د ګودر پر جوړښت غږېدلی چې په هېواد کې شتو ناامنیو هم پر ګودرونو اغیزه کړې او اوس په کلیوالي سیمو کې ګودرونه کم شوي.

په لنډیو کې هم کله ناکله معشوقې پر خپل یار غږ کړی او ورته یې ویلي:

که ته ریښتیا پر مامیین یې
د ګودر غاړه اجاره واخله میینه

مینوالو د ګودر اغیز او یادښت په ولسي منظمو ادبیاتو کې هم پوره روښانه دی، له لنډۍ نیولې تر چاربیتې،بګتۍ لوبې او ان سر یې تر سروکو رسیدلی دی.

مروا چې په کابل کې اوسي او اصلي استوګن ځای یې لوګر دی وايي کله چې هم خپل کلي ته لاړه شي نو ګودر ته ځي خو دا ډېر کلونه کیږي چې نه ده تللې.اورېدونکو هغه لنډۍ یې ریښتیا ویلې چې:
که دیدن کړې ګودر ته راشه
زه به منګی په لپو ورو ورو ډکومه

۲۲ کلنه فضیله احمدي هم وايي چې په ګودر کې جونې او هلکان سره دیدن کوي او له همدغه ځایه یې د زړونو تارونه پیوندونه اخلي.

اغلې فضیله وايي چې کله ناکله شوخې جونې په ګودر کې منګي هم ماتوي او یو نیمه یې بیا کور ته په ډېرې ناامیدۍ لمده روانه وي.

ګودر په وینو باندې رنګ شو

ناځوانه! وران دې کړل د پیغلو اوربلونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسیدونکی رحیم الله وايي چې ناامنۍ د هېواد د بیلابیلو سیمو ګودرونه کم او یا هم له منځه وړي، نوموړی د خپلې سیمې کیسه داسې کوي:

خاونده هغه وخت دې راشي
چې ډلې ډلې جونې بیا ګودر ته ځینه

درنو اورېدونکو ! که کرکه ورکه شي او مینه عامه شي، که جنګ مړ شي او سوله ژوندۍ شي نو بیا به هماغه ګودرونه وي، بیا به هماغه چینارونه وي او بیا به هماغه مینه، مینه، مینه وي.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG