د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

ولسي جرګې ۸ تنه کاندید وزیران او د ملي امنیت رییس تایید او ۱۰ نور کاندید وزیران رد کړل


د افغانستان ولسي جرګې د اتلسو کاندید وزیرانو له جملې څخه اتو تنو ته د اعتماد رایه ورکړه او لس کاندید وزیران ونه توانېدل چې د باور رایې ترلاسه کړي.

د افغانستان ولسي جرګې په یوه بې ساري پریکړه کې د حکومت اته کاندید وزیران او رحمت الله نبیل د ملي امنیت د عمومي رییس په توګه تایید او لس تنه کاندیدان وزیران یې رد کړل.

ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ خپله عمومي غونډه د حکومت ل هخوا معرفي شویو کاندیدو وزیرانو ته د باور رایې د ورکولو لپاره ځانګړې کړې وه.

د ولسي جرګې ریییس عبدالروف ابراهیمي کاندیدو وزیرانو ته له رایې ورکولو نه وروسته وویل:

"نورالحق علومي د کورنیو چارو وزیر په توګه

صلاح الدی رباني د بهرنیو چارو وزیرپه توګه

اکلیل حکیمي د مالیې وزیر په توګه

فیروزالدین فیروز د عامې روغتیا وزیر په توګه

نصیر احمد دورانی د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزیر په توګه

داوود شاه صبا د کانونو او پټرولیمو د وزیر په توګه

عالمي بلخي د کډوالو او راستنیدونکوچارو زیر په توګه

فیض محمد عثماني د حج او اوقافو وزیر په توګه

د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې نصاب ۲۴۳ تنه و چې هر کاندید باید ۱۲۲ رایه ترلاسه کړې وای.

رحمت الله نبیل هم د ملي امنیت د عمومي رییس په حیث له ولسي جرګې نه د باور رایې ترلاسه کړې.

خو دفاع وزارت ته کاندید شیرمحمد کریمي

پوهنې وزارت ته کاندید ګل زلمی یونسي

فواید عامې وزارت ته کاندید غلام عباس بصیر

مخابراتو وزارته کاندید برنا کریمي

لوړو زده کړو وزارت ته کاندیده خاطره افغان

اقتصاد وزارت ته کاندید سردارمحمد رحمان اوغلي

اوبو اوانرژۍ وزارت ته کاندید عبدالرحمان صلاحي

سوداګرۍ وزارت ته کاندید سردار محمد رحیمي

ترانسپورټ وزارت ته کاندید فیض الله ذکي

سرحدونو او قبایلو وزارت ته کاندید قمرالدین شنیواری ونه توانیدل چې له ولسي جرګې نه د باور رایې ترلاسه کړي.

د ملي وحدت حکومت د سې شنبې په ورځ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته عبدالباري جهاني او عدلیې وزارت ته نجیب اقا فهیم د کاندید وزیرانو په توګه معرفي کړل.

خو دې لپاره چې د نویو کاندید وزیرانو اسناد تراوسه د ولسي جرګې له خوا نه دي څیړل شوي او هم یې خپل کاري پروګرامونه یادې جرګې ته نه دي تشریح کړي؛ نومول شوي کاندید وزیران د رایې اچونې په بهیر کې شامل نه وو.

په ورته وخت کې ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې فیصله وکړه چې د ښځو چارو وزرات ته کاندیده نجیبه ایوبي له دې امله چې تحصیلي اسناد یې بشپړنه وو؛ د کاندید وزیرې په توګه ونه منله.

کرنې وزارت ته د کاندید یعقوب حیدري پرځای چې ویل کیږي د نړیوالو پولیسو تر تعقیب لاندې دی؛ تراوسه څوک نه دي معرفي شوي.

همدرانګه عدلیې، کار او ټولنیزو چارو، مخدره موادو پرضد مبارزې او ښارجوړونې وزارت ته د کاندید وزیرانو چې د دوګوني تابعیت له امله د ولسي جرګې له خوا رد شوي؛ حکومت تراوسه د دوی پرځای څوک نه دي معرفي کړي.

ولسمشرغني په یوه خپره کړې اعلامیه کې د اتو تنو کاندیدو وزیرانو د تایید په خاطر له ولسي جرګې نه قدر داني کړې او ویلي یی دي چې ډیر ژر به نور کاندید وزیران دې جرګې ته ورمعرفي کړي.

په همدې حال کې د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي آزادي راډیوته وویل چې دوی هم د ولسي جرګې پریکړې ته درناوي کوي؛ خو وایي چې ورڅخه راضي نه دي:

"موږ راضي نه یو، خو داچې د مجلس تصمیم دی، موږ ورته احترام کوو، هیله لرو چې ژر تر ژره نوي وزیران معرفي کړو؛ کله چې د ولسي جرګې رخصتۍ خلاصې شي؛ هغه وخت به وزیران د رایې اخیستنې لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړو؛ له هغې مخکې کومه د حل لاره نه لري."

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې ورځې د غونډې په پای کې اعلان وکړ چې د دې جرګې غړي به د پنجشنبې له ورځې په خپلو ژمنیو رخصتیو ځي.

خو د ولسي جرګې یوشمېرغړي په دې مسالې باندې انتقاد کوي او وايي چې د دې جرګې ژمنۍ رخصتۍ دې ترهغې وځنډول شي چې د حکومت له خوا نور کاندیدان وزیران ورمعرفي او د ولسي جرګې له خوا ورته د باور رایې ورکړې شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG