د افغانستان دفاع وزارت وایي، چې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې یې د حکومت د وسله والو مخالفینو پرضد د طوفان په نوم عملیات پیل کړي دي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې عملیاتو رهبري افغان ځواکونه کوي او له هوایي ځواکه هم په کې ګټه اخستل کیږي.
دا عملیات وروسته له هغې پيلیږي، چې د کونړ د دانګام ولسوالۍ جګړې د عامو خلکو او ملي شورا پرله پسې غبرګونونه را وپارول.
زموږ همکار اسدالله لودین په دانګام ولسوالۍ کې د پيل شوو عملیاتو په اړه له جنرال دولت وزیري سره مرکه کړې او په پيل کې یې، د دې عملیاتو د څرنګوالي په اړه معلومات ترې غوښتي: