د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

هلال: په نظام کې ځينې کسان له ټروریسټانو سره اړیکې لري


د امنیتي چارو ځينې کارپوهان وایي؛ تر هغو چې د افغانستان دولتي بنسټونه په جدي توګه تصفیه نه شي په دغه هیواد کې به د بې ګناه کسانو د وژلو لړۍ دوام وکړي.

په افغانستان کې د انتحاري حملو او چاوندو زیاتیدو د امنیتي چارو د ځينو کارپوهانو تند غبرګونونه را پارولي دي.

ځينې دغه کارپوهان وایي، چې د افغانستان په نظام کې داسې کسان شته چې له تروریستانو سره اړیکې لري او له همدې امله په وروستیو کې په افغانستان کې نا امنۍ زیاتي شوي دي.

د امنیتي چارو کارپوه هلال الدین هلال د سې شنبې په ورځ آزادی راډيو ته وویل چې په نظام کې دننه د دا ډول کسانو په پيژندنه کې استخباراتي ضعف د دې سبب ګرځيدلی چې ملکي وګړي د تروریستي حملو قرباني شي.

"زه په دې باور یم چې تراوسه هم زموږ په امنیتي او حکومتي ادارو کې داسې کسان شته چې له شبکو سره لاس لري؛ ترڅو چې دغه ادارې په داخل کې تصیفه نه شي او ظرفیتونه لوړ نه کړي چې د دغو شبکو مخه ونیسي؛ په افغانستان کې به دغه مشکل همداسې دوام لري."

ښاغلی هلال وایي، دا اړینه ده چې افغان ولسمشر دولت د هغو کسانو له شتونه تصفیه کړي چې په یوه نه یوه ډول له ټروریستانو سره اړیکې لري.

دا یوازې د کارپوهانو نظر نه دی؛ بلکې له دې وړاندې ځینو دولتي چارواکو او د ملي شورا غړیو هم په دولت کې دننه د داسې کسانو د شتون خبره کړې وه چې په تروریستي پيښو کې له ټروریسټانو سره همکاري کوي.

خو تر اوسه په ځانګړي توګه په دا ډول پيښو کې د لاس لرلو په تور د کوم دولتي چارواکي نوم نه دی ښودل شوی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر وایي؛ که د استخباراتي او کشفي ارګانونه مسوولین وطن دوستانه احساس ولري؛ نو دا به ډیره سخته نه وي چې نظام له دا ډول کسانو څخه پاک کړای شي.

"که چېرې دقت او د وطن پرستي پیاوړې ورحیه موجوده وي؛ د هغه پېژنده او مخنیوي ستونزمن کار نه دی؛ زما په نظر که استخبارات دغه کار نه شي کړای چې دنده یې هم ده؛ نو بیا موږ استخبارات نه لرو، د دفاع وزارت په موټر کې بمونه ځای پرځای کیږي؛ خپله امنیه قوماندان هم وايي چې لاس ورسره شته د چا لاس دی؛ همدا ادارات ورسره لاس لري."

دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په وروستیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې راکټي او ځان وژونکو حملو او چاودنو د پخوا په پرتله زور اخیستی دی.

تر ټولو په تازه پيښه د پکتیکا په یحیی خیلو ولسوالۍ کې په یوې چاودنې کې سلو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم افغان چارواکي په امنیتي بنسټونو کې د دا ډول کسانو شتون ردوي؛ خو کارپوهان وایي تر هغو چې له نظام څخه دننه له تروریستانو سره مرسته ونشي؛ دا ناممکنه ده چې هغوی دې په افغانستان کې په دې کچه حملې وکړي.

XS
SM
MD
LG