د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

بانکنوټونه باید په سمه توګه وساتل شي


پیسې د هر هېواد ملي شتمني ده او د بل امانت دی، ځکه دا پیسې چې نن له موږ سره دي، سبا د بل هېوادوال لاس ته ورځي نو هر وګړي ته په کار ده چې په ساتنه کې یې پوره هڅه وکړي؛ که چیرې پیسې مخکې له وخت نه زړې شي؛ نو زیان یې تر ټولو ډیر عامو خلکو ته رسیږي .

پیسې اکثره کسان د بې غوري له وجې زړوي، خو د زړو پیسو اخیستلو ته بیا هیڅوک هم زړه نه ښه کوي؛ لیکوال زلمی مینه ناک وایي چې د پیسو د زړوالي له امله هر ورځ له ستونزو سره مخ وي .

داچې مینه ناک په خپله د پیسو څه ډول ساتنه کوي؛ هغه وایي چې هیڅکله د هغه په جیب کې نوټ نه دی زوړ شوي او خپله هم له چا نه زړې پیسې نه اخلي.

د ننګرهار اوسېدونکی عزت الله بیا له کلیوالو ښځو نه شکایت کوي وایي هغوی له پیسو سره بې پروایي کوي؛ نو ځکه نوټونه زر شکیږي.

درنو دوستانو! د خپرونې تر دې دمه خو له نارینه ووسره په میرمنوهم ډیرې نیوکې وشوي چې پیسې ښې نه ساتي نو ځکه زر زړیږي.

د ننګرهار اوسیدونکی ولس پال وایي چې په بهر ملکونو کې خلک د خپلو پیسو د نوټونو ساتلو او نه خرابېدلو ته پام کوي؛ خو له بده مرغه ډیر افغانان د دې خبرې خیال نه ساتي .

XS
SM
MD
LG