د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

د لويې پکتيا ديني عالمانو د سولې حرکت پيل کړ


د لويې پکتيا (خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر) ولايتونو علمای کرام وايي چې د خپلو شخصي امکاناتو څخه په استفادې سره به د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې عملي خبرې پيل کړې.

دوی د يوې لويې غونډې په ترڅ وويل چې دغه راټولېدنه به يې يوازې د دې څلورو ولايتونو پورې منحصره نه پاتې کيږي او په خبره يې چې د دوی دغه خودجوشه حرکت به ټول افغانستان ته غځيږي؛ د يو عملي مېکانېزم له مخې به د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د روغې جوړې پروسه عملي پيلوي.

په غونډه کې ځينې علمای کرامو وويل؛ دا پر دوی فرض ده چې حق ته حق ووايي او د هيواد د سولې پروسې د پياوړتيا لپاره يو سرتاسري پروګرام طرحه او پلی کړي:

”رسول الله (ص) په يو حديث کې فرمايلي دي؛ هغه عالم چې هغه ته حق معلوم دی او حق نه بيانوي؛ هغه ته ګونګ شيطان ويل کيږي. راځئ موږ له ځانه ګونګ شيطانان نه جوړوو، موږ او تاسې چې نن حق بيان نه کړو؛ نو کله به يې بيانوو چې نن د مسلمان بې عزتي روانه ده؛ د مسلمان مرګ روان دی؛ د مسلمان کور په اور کې وسوځېده؛ که نن حق نه بيانوو نو کله به يې بيانوو؟

هغه وخت چې سوله راشي او بيا تقريرونه کوو؛ نه دا نن دې ورځ ده چې د سولې په راوستو کې خپل رول ولوبوې؛ ای عالمه راپاڅه، د خدای نه ووېرېږه، د بنده نه مه وېرېږه حکومت ته هم حق خبره وکړه او هم طالب ته“

راټولو شويو علماوو ويل چې تر اوسه دواړه لوري حکومت او وسلوال د سولې په يو عملي مېکانېزم نه دي سره سلا شوي او نه يې د يو بل غږ اورېدلی، نو پکار ده چې د سولې د راوستو په موخه د افغانستان متدين علمای کرام د دواړو لوريو منځګړيتوب او عملي کار وکړي :

”مقصد چې دغه سوله او دغه افتخار او دغه جهاد موږ او تاسې وکړو او د دواړو په مابين کې سوله وکړو او که چېرې سوله رانه شي دا تاوان هم عالم ته ده، هم خلکو او هم دواړو لوريو حکومت او طالب ته، راځئ چې له دې تباهۍ نه هم خلک خلاص کړو او هم ځانونه“.

په غونډه کې ځينې نورو عالمانو هم ورته نظر درلود او ويل يې چې د لويې پکتيا اکثريت ديني علما دې نتيجې ته رسيدلي دي چې نور بايد په افغانستان کې هره مسله د خبرو له لارې هواره شي، نه د جګړو په زور.

”۱- زما نوم مولوي احمدشا حقاني،علمای کرام د سولې په باره کې متحد او متفق د خپلې وجېبې او احساس له مخې راټول شوي، زموږ علمای کرامو خپل مسوليت احساس کړی او درک کړی وو، نو په دې اساس راټول شوي او دا يې خپل مسوليت او وجيبه بللې چې د سولې په پروسه کې عملي اقدام وکړي.

”۲- زما نوم مولوي محمد عارف د ځاځي ميدان اوسېدونکی يم، دا ټول علما د لويې پکتيا مخور علما په يو خودجوشه حرکت کې سره رايوځای شوي دي او وايي چې هرڅوک دي چې د افغانستان تابعيت لري، نو هغه که عالم دی، يا معلم د هغوی سولې ته ضرورت دی او موږ بايد د سولې په راوستو فکر او عملي کار وکړو.“

دوی دا هم وويل چې که چېرته په افغانستان کې سوله نه وي،په وړاندې به يې د ټولو پرمختګونو مخه ډب وي او په هيواد کې شته ناخوالې به خلک له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ کړي.

دغو راټولو شويو علمای کرامو چې شمېر يې تر ۵۰۰ پورې رسېده، د غونډې په وروستۍ برخه کې لس ماديز پرېکړه ليک صادر کړ چې د پرېکړه ليک مهمې مادې يې هم د سولې پروسې په عملې مېکانېزم،د دوی له پروسې سره د ولس ملاتړ، د حکومت او وسلوالو له لوري د دوی دې اقدام ته په درنه سترګه کتو باندې څرخېدې.

راپور: داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG