د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

ولسمشر غني: افغانستان باید یو صادروونکي هېواد وي


ولسمشر محمداشرف غني په افغانستان کې د خصوصي سکټور او دولت ترمینځ د همکارۍ د پیاوړتیا غوښته کړې.

ولسمشر محمداشرف غني وايي چې افغان حکومت به له خصوصي سکټور سره همکار وي او دروازې یې تل د سوداګرو او پانګوالو پرمخ خلاصې دي.

ولسمشرغني پرون له افغان او چینايي سوداګرو او پانګوالو سره په کتنه کې وویل؛ په افغانستان کې باید د خصوصي سکټور او دولت ترمینځ د باور او دوامدار تعامل پربنسټ ولاړ تړون رامینځ ته شي.

ښاغلي غني چین ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په وروستۍ ورځ څرګنده کړه چې خصوصي سکټور به له دې وروسته د دولت فاسدو چارواکو ته پیسې نه ورکوي او دا زمینه به د هېواد په عدلي او قضایي سیسټم کې راروان اصلاحات ورته برابره کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسمي ویبپاڼې د خبر له مخې؛ ولسمشر غني وویل، په افغانستان کې به غیرقانوني سوداګرۍ ته له دې وروسته اجازه نه ورکول کېږي او که څوک دا کار وکړي؛ نو د فعالیت جواز به ترې واخیستل شي.

خبر د افغان ولسمشر له قوله لیکي چې وايي؛ افغانستان باید یو صادروونکي هېواد وي او زیاتوي، د افغانستان او چین د سوداګرۍ د خونو ترمینځ اړیکي د سوداګرۍ او صنعت په برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره ګټورې دي.

د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې چین ته د ولسمشر غني د سفر یو مهم هدف و. له دې مخکې د چین صدراعظم لي کیکیانګ ویلي وو؛ چې هېواد یې د افغانستان له پرمختګ سره مرستې ته ژمن دی:

"د چین ژمنه چې د افغانستان د سوله ییزې روغنې قاطع ملاتړ به کوي؛ یوازې خبرې نه دي، بلکې موږ په عمل کې پلې کېږي چې دا به له افغانستان سره مرسته وکړي؛ څو د مستقلانه پرمختګ لپاره خپل ظرفیتونه جوړ کړي."

چینايي چارواکي وايي، د پېکنګ د اعلامیې له مخې په پرونۍ غونډه کې د سوداګرۍ؛ پانګونو، عامه تاسیساتو، له طبیعې پېښو سره د مبارزې او پوهنې په برخو کې په افغانستان کې د څلور شپېتو پروګرامونو پر پیل موافقه وشوه.

د چین د بهرنیوچارو وزیر "وانګ یي" Wang Yi وویل؛ دا پروژې به له افغانستان سره مرسته وکړي چې له بهرنیو مرستو پرته وده او پرمختګ وکړي او سوله په کې ټینګه وي.

د چین په سفر کې پر دولتي چارواکو سربېره د سوداګرو یوه ډله هم له افغان ولسمشر سره ملګرې وه.

XS
SM
MD
LG