د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

سرتاج عزیز د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو هرکلی وکړ


د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو او امنیتي چاروسلاکارد کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو هرکلی وکړ.

سرتاج عزیز پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې افغانستان دغه تړون ته اړتیا لرله.

ښاغلي عزیزد اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو هم هرکلی وکړ.

په بهرنیو او امنیتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ډاډ څرګند کړ، چې هېواد یې د افغانستان له نوي حکومت سره هر ډول همکاری ته تیاردی.

پاکستان په داسې حال کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک هرکلی کوي چې د افغانستان بل ګاونډ ایران د دغه تړون له لاسلیک کیدو مخکې په دې اړه سخت مخالفت څرګند کړی و.

XS
SM
MD
LG