د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

بلوچستان: په دوو پېښو کې څوارلس تنه وژل شوي


پرون د بلوچستان په کېچ او خضدار سيمو کې په دوو پېښو کې څوارلس تنه وژل شوي دي. په کېچ سيمه کې د وژل شويو کسانو د وژنې مسووليت يوه خپلواکي غوښتونکي سازمان منلى او ادعا کوي چې دغه کسان د حکومت ملاتړي او ځينې په کې مخبران وو.

د دوشنبې په ورځ د تربت سيمې لېويځ پوليسو رسنيو ته وويل؛ چې د ايران پولې ته نيژدې د کېچ سيمې په بالګتر نومي ځاى کې وسله والو په يوه حمله کې يوولس تنه ووژل. وايي، وژل شوي کسان عام خلک دي او د وژنې علت يې مالوم نه دى؛ خو وايي دغه کسان په سيمه کې له فعاله بلوڅو وسلوالو سره په يوه نښته کې وژل شوي دي.

په وژل شويو کسانو کې د کېچ د بالګتر نومي ځاى دوه ځايي مشران يعقوب بالګتري، ملا فاضل او د دوى ملګري شامل دي. د بلوچستان د داخله چارو سيکرتر اکبر حسين دراني دا پېښه تاييد کړه او وايي چې د سيمې د خلکو يوه قافله روانه وه، چې وسلوالو ناڅاپه ورباندې حمله وکړه او بيا د دوى ډلو تر منځ قريباً يو ساعت ډزو دوام درلود او په نتيجه کې يې يوولس تنه وژل شوي دي.

د دغو کسانو د وژنې مسووليت د بلوڅو يوه وسلوال سازمان منلى دى. د بلوچستان ليبرېشن فرنټ په نامه د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو سازمان رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه کسان دوى وژلي دي. دغه سازمان ادعا کوي چې وژل شوي کسان د حکومت مخبران وو او په سيمه کې يې د نشه يي موادو قاچاک کاوه او د پيسو لپاره يې خلک تښتول.

وسلوال سازمان په خبرپاڼه کې ويلي، چې له وژل شويو کسانو يې نهه کلاشنکوفونه او درې سټلايټ ټليفونونه هم تر لاسه کړي دي، خو حکومتي چارواکيو د دوى د ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

هلته په خضدار سيمه کې هم په يوه بله پېښه کې درې کسان وژل شوي دي. د کوټې او کراچۍ تر منځ پر لويه لاره د خضدار په وډ سيمه کې پرون د درو تنو مړي و موندل شول او د پېژندنې لپاره روغتون ته يووړل شول.

د خضدار پوليس وايي، وژل شوي درېواړه کسان د وډ سيمې اوسېدونکي دي. د بلوچستان د ملېشه ځواکونو دفتر په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې دغه درېواړه کسان د بلوڅو د وسلوالو سازمانونو جنګيالي وو او د وډ سيمې په لوپ نومي ځاى کې د ملېشه ځواکونو له خوا د پلټنې په عملياتو کې وژل شوي دي.

ملېشه ځواکونو په عملياتو کې د څلورو وسلوالو د نيول کېدو او له هغوى څخه په زياته اندازه د وسلې د تر لاسه کولو ادعا هم کړې، خو په دې اړه د خپلواکي غوښتونکي بلوڅو کوم وسلوال سازمان تر اوسه څه نه دي ويلي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG