د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

د انتخاباتو کمیسیون د رایو د شمېرې پر نه اعلانولو قانون نقض کړ


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تېره ورځ اشرف غني احمدزی د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني پرون د دې اعلان پرمهال د ولسمشرۍ د دوو سیالو کاندیدانو د رایو شمېره ونه ښوده او نه یې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ولسمشر حامد کرزي او ځینو جهادي او دولتي مشرانو د هڅو په پای کې د ملي وحدت د حکومت پر څرنګوالي موافقه لاسلیک کړه.

د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون د خپلو څېړنو نتایج د جمعې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته واستول؛ نو آیا مسوولو چارواکو د انتخاباتو نتایج د سیاسي فشارونو په نتیجه کې اعلان کړي او که نور عوامل شته.

احمد تکل په دې اړه د افغانستان د حقوقپوهانو د شبکې له مشر اجمل هوډمن سره پر همدې موضوع مرکه کړې.

ښاغلي هوډمن د مرکې په سر کې که څه یادونه وکړه چې؛ د راتلونکي حکومت مشروعیت خوندي دی؛ خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون قانوني مسوولیتونه یې هم په ګوته کړل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG