د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

فیضي: ولسمشر کرزی به د نوي ولسمشر تر لوړې پورې خپلې دندې ته دوام ورکوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې حامدکرزی به نوي ولسمشر ته د قدرت د واګو تر سپارلو پورې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د جمهوري ریاست ویاند اېمل فیضي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ ښاغلی کرزی به له قانون سره سم د ولسمشر په توګه تر هغه وخته په ارګ کې پاتې وي چې؛ د انتخاباتو نتایج اعلان شي او د افغانستان نوی ولسمشر لوړه وکړي:

"قانوناً دا د جمهور رییس حامدکرزي مسوولیت دی چې؛ ترهغه وخته پورې چې منتخب جمهور رییس د لوړې مراسم نه وي ترسره کړي؛ رسماً قدرت نه وي انتقال شوی، نه شي کولای له قدرت څخه ګوښه ګیري وکړي.

دا قانوناً د ولسمشر حامدکرزي مسوولیت دی چې؛ ترهغه وخته چې راتلونکی ولسمشر لوړه کوي او قدرت عملاً او رسماً انتقالېږي ترهغه وخته دی باید پر خپله دنده پاتې شي."

ښاغلي فیضي هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې؛ ګنې ولسمشر کرزی به نوي ولسمشر ته د قدرت له سپارلو مخکې خپله دنده پرېږدي.

پرون د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشر عبدالستار سعادت خبریالانو ته وویل؛ ولسمشر حامد کرزی ټینګار کوي چې؛ د سنبلې په یوولسمه نېټه به له ارګه ووځي:

"جمهور رییس حامد کرزي په مراتبو تاکید پردې باندې کړی دی چې؛ دا وروستۍ نېټه یې چې ټاکلې یعنې د سه شنبې په ورځ به د افغانستان ارګ پرېږدي."

ښاغلي سعادت همداراز یادونه وکړه چې؛ ولسمشر کرزی به د قدرت واګي خپلو دوو مرستیالانو ته وسپاري.

په پام کې وه چې، د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د وږي یا سنبلې د میاشتې په یوولسمه نېټه یعنې سبا سه شنبې ترسره شي؛ خو د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش د تېرې پنجشنبې په ورځ له ولسمشرکرزي سره په کتنه کې وویل چې؛ تردې نېټې د دوهم پړاو انتخاباتو د رایو د تفتیش د بهیر بشپړېدل امکان نه لري.

ښاغلي کوبیش هیله څرګنده کړه چې؛ دا بهیر به د وږي تر نولسمې نېټې پورې بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG