د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

سمر: د بچه بازي بده پدیده لاهم په ځینو ولایتونو کې دوام لري


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه تازه راپورکې ویلي بچه بازي په افغانستان کې مخ په زیاتیدو ده.

دا راپور د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دغه کمیسیون د چارواکو له خوا خپور شو او د دې بدې پدیدې په اړه سخته اندیښنه ښکاره شوه.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون بې وزلي او په هېواد کې د قانون نه پلي کیدل ددې پدیدې د زیاتیدو عوامل بولي.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت هم د دې کار په اړه اندیښنه ښکاره کوي او وايي، چې عاملین به یې مجازات کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بچه بازۍ او نتایجو په اړه یې په یوه تازه خپور رپوټ کې وايي، چې دا بده پدیده لا هم په معمولي توګه په ځینو ولایتونو کې دوام لري او خلک یې هم په وړاندې حساسیت نه ښکاره کوي.

د دغه رپوټ له مخې پنځه شپیته فیصده بچه بازي هغه کسان کوي چې له دېرشو نه ترپنځوس کلونو پورې عمرونه لري او اکثر له اتلس کلنو نه کم عمره ماشومان د دې پدیدې قربانیان دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه د راپور د خپرولو پر مهال وویل د بچه بازۍ زیاتیدل د اندیښنې وړ خبره ده او عاملین یې باید مجازات شي:

«په افغانستان کې بچه بازي متاسفانه لا هم کیږي. له دې پرته چې عاملین یې تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي یا یې له قربانیانو پوښتنه وشي.

د بخښنې فرهنګ په هیواد کې حاکمه دی. دا د بشري حقونو د ارزښتونو په خلاف کار دی. کله چې پر ماشومانو جنسي تیری کیږي بیا یې ویډیوګانې اخیستل کیږي او ګواښ ورته کوي که دې کار ته غاړه کښینږدي نو ویډیو یې خپروي چې له همدې امله دا کار همداسې دوام کوي.»

اغلې سمر وویل بیوزلي، د قانون نه پلي کیدل، اداري فساد، بې سوادي، عدالت ته نه لاسرسی او غیرمسوله وسله والو موجودیت ددې پدیدې لمن لا غزولې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي د بچه بازي په اړه یې دا راپور په څوارلسو ولایتونو کې له ۱۹۰۰ کسانو سره د مرکو پر اساس جوړ کړی چې پکې د بچه بازي له شپږدېرشو عاملینو، یودېرشو قربانیانو او پاتې نورو سیمه ییزو مخه ورو او شاهدانو سره خبرې شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون دا تازه خپور شوی راپور وايي د بچه بازي قربانیان چې په ځینو سیمو کې هلک ورته خطاب کیږي وروسته پر رواني ناروغیو اخته کیږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له امنیتي ارګانونو غواړي چې د بچه بازۍ عاملین تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي هڅه کوي چې له دې بدې پدیدې سره سمه مبارزه وشي.

ددې وزارت د بشري حقونو او د جندر د برخې مشرې حکمت شاهي رسولي له بچه بازي سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت د هڅو په اړه داسې وايي:

« د افغانستان په قوانینو کې ځینې نیمګړتیاوې شته دي.دا یو واقعیت دی. له هغه ځایه چې پولیس یوه اجراییه قوه ده او د ملي او نړیوالو قوانینو په اساس خپل کارونه مخته وړي.

باید ووایم چې له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت په دې برخه کې له قانون سره سم اجراات کوي. د لواطت موضوع یو جرم ګڼي او رسیدګي ورته کوي.»

بچه بازي چې د افغانستان په اکثرو لرو پرتو سیمو کې مروجه ده هغه بده پدیده چې پکې اکثره له اتلس کلنو کم عمره ماشومان چې هلک ورته وايي د ځینو زورواکو له خوا ساتل کیږي او په ځینو مواردو کې پر هغوی جنسي تیری هم کیږي.

دا کم عمره هلکان د زورواکو له خوا د نجونو په جامو کې سینګار کیږي او د خوښیو په محفلونو کې ګډول کیږي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې ځینې هلکان ان په خپله خوښه هم دې کار ته غاړه ږدي.

د دغه کمیسیون د چارواکو په خبره دا چې دا پدیده د افغانستان په قوانینو کې نه ده یاده شوې نو باید د جزا قانون تعدیل شي او ددې پدیدې ترسره کونکو او عاملینو ته سزا وټاکل شي.

صفي الله ستانکزی - کابل

XS
SM
MD
LG