د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

نور: د رایو د څیړلو بهیر د ګړندي کولو لپاره د تفتیش کوونکو شمېر زیات شوې


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، نن د رایو د تفتیش د ځنډیدلي بهیرله بیا پيل سره سم د تفتیش کوونکو د کاري ټیمونو شمېرهم زیات شوی دی.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نورپه یوه خبري کنفرانس کې وویل، د تفتیش د پروسې لپاره د کاري ټیمونو شمېر یوسل او شپیتو ته ورسید چې په دوو شفتونو کې خپل کارمخته وړي.

ښاغلي نورهمدا راز هیله وښوده چې ډېرژربه د تفتیش په برخه کې د کاندیدانو په خوښه او د کمیسیون او ملګروملتونو له خوا یو پروسیجر هم عملي شي چې له مخې به یې د بې اعتباره رایو په اړه پریکړه په اسانی نیول کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د تفتیش بهیرد پنجشنبې په سهاربېرته پیل شو.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نورپه یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا بهیر د سې شنبې په مازدیګر ځنډیدلی و چې د کاري ټیمونو په شمېرکې د زیاتوالي او د ځینو مثبتو بدلونونو په راوستلو سره بیا پيل شو:

″نن د ټیمونو شمېر یو سل او شپیتو ته رسیږي څو د تفتیش بهیر د پلان شوي مهالویش له مخې پرمخ ولاړ شي او بلاخره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وتوانیږي څو د جمهوري ریاست وروستۍ پایلې اعلان کړي او همدا راز نن بهیر د تېرو ورځو په نسبت ښه تنظیم شوی کومې ستونزې او ګڼه ګوڼې چې تېر وخت کې وې هغه له منځه وړل شوي دي.″

ښاغلي نورهمدا راز وویل، تمه ده تردوو نورو ورځو د تفتیش د کاري ټیمونو شمېر دوه سوه ته لوړ شي.

نورهمدا راز زیاته کړه چې؛ د نولسو ولایتونو د رایو صندقونه د بیا شمېرلو لپاره ددغه کمیسیون مرکزي دفترته رسیدلي او د پنجشنبې تر ورځې د ۱۰۲۷ محلونو رایې بیا شمیرل شوي دي.

د نور په خبره که څه هم تفتیش د چک لسټ پراساس مخته وړل کېږي خو د انتخاباتو کمیسیون او ملګرو ملتونو د تفتیش د پروسې لپاره یو کاري پروسیجر جوړ کړی چې له مخې یې په اسانۍ پریکړه کېږي، چې کومه رایه باطله او کومه په سیستم کې داخله کړي:

″کومه د تفتیش پروسه چې پر مخ بیول کېږي. دا د چک لسټ په اساس مخته وړل کېږی یعنې پروسه نه متاثره کېږي.

ولې هرڅومره ژر چې دا پروسیجر او یا هم طرزالعمل چې په پام کې نیول شوی هغه نهايي شي دوهم قدم به هم پیل شي چې په دغه چک لسټ کې کوم موارد دي چې هغه باید په سیسټم کې پروسس نه شي او بې اعتباره وګڼل شي.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د تفتیش د پروسې د بیا پیل اعلان کوي چې دا پروسه د روانې اوونۍ له پیله دوه وار وځنډیده.

په لومړي ځل دا پروسه د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي تیمونو تر منځ د نظر د اختلاف له امله ودریده او په دویم ځل د تفتیش په پروسه کې د ښه والي او د مفتشینو د شمیر د زیاتوالي او روزنې له امله وځنډیده.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو ټیمونه که څه هم له روانې پروسې سره موافقه لري خو وايي چې باید نور هم چټکه شي څو په ټاکل شوي درې اونۍ وخت کې تفتیش بشپړ شي.

صفي الله ستانکزی ازادي راډیو کابل

XS
SM
MD
LG