د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټټيوټ


په دې پېل شوې تاندې څانګې کې مو د افغانستان د موسیقۍ هغه ملي انسټټېوټ ته بیايو، چې ګڼ تنکي ځوانان او ځوانان پکې په مسلکي ډول د موسیقۍ بېلا بېل آلات زده کوي. د دې تر څنګ د یاد انسټټيوټ له هغه زده کوونکي سره مو هم مرکه درته کړې چې د ۳۰ هېوادونو تر منځ یې د پیانو په برخه کې دریم مقام ګټلی دی. زه نورګل شفق یم، ملګرتیا مې وکړئ!

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټټيوټ د کابل په دهبوري سيمه کې دی، په ورننوتو سره مې د موسیقۍ د ځینو آلاتو غږونه تر غوږ شول، زده کوونکي په تمرین بوخت وو...

د افغانستان د موسقۍ ملي انسټټیوټ د پوهنې وزارت له پراختیايي پروګرامونو یو دی، چې په ۲۰۱۰ کال کې په رسمي ډول د دې لپاره رامنځ ته شو چې د موسیقۍ په ځانګړي ډول د افغاني موسیقۍ په برخه کې په مسلکي ډول کادرونه وروزي. خو په یاد انسټټيوټ کې یوازې موسیقي نه ورزده کول کیږي... دا خبرې د دې انسټټيوټ بنسټ اېښودونکی ډاکټراحمد ناصر سرمست کوي.

د موسیقۍ د دې ملي انسټټيوټ د افغاني موسیقۍ څانګې استاد محمدمراد زرابي وايي چې په دغه انسټټيوټ کې یې زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې تر څنګ د لېلیې او ځينې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي دي، دی د ځینو ولایتونو نومونه اخلي چې هلته یې هم د موسیقۍ ښوونيز مرکزونه جوړ کړي او یا یې هم جوړوي:

"په حقيقت کې موږ له دوی سره مرسته کوو. یاني مالي مسایلو او د جېب خرڅ ته یې پام کوو، لېلېه ورته لرو، ډوډۍ ورکوو، په کال کې دوه ځلې نوی یونيفورم ورکوو، مختلفو هېوادونو ته په سفرونو ځي. موټر ورته لرو چې وړي او راوړي یې. د پوهنې وزارت د لېلیې لپاره ځای راکړی، کار پرې روان دی چې د ولایتونو او د روزنتونونو زده کوونکي به بیا هلته اوسي. په بدخشان، مزارشریف، هرات کې لګیا یوو مکتبونه جوړوو. له دې سره به زموږ د انسټټيوټ فارغانو ته د کار زمینه برابره شي، چې اوس هم زموږ پنځه فارغان له موږ سره د استاد په حېث دنده لري او کار یې پېل کړی دی."

ګڼ ماشومان، نجونې او زلمکي د افغانستان د موسېقۍ په ملي انسټټيوټ کې په زده کړه بوخت دي، له دوی مې ځينې پوښتلي، چې د موسیقۍ بېلا بېل آلات یې زده کول.

زرابي وايي چې د بېلابېلو بهرنیو هېوادونو په پروګرامونو او سیالیو کې یې زده کوونکي ګډون کوي او ګڼې لاس ته راوړنې لري، ما ویل په کومو شرايطو برابر یو زلمکی کولی شي چې په دغه انسټټيوټ کې ځان شامل کړي، نو محمدمراد زرابي وویل:

"لکه څنګه یې چې له نومه څرګنده ده، دا د موسیقۍ ملي انسټټيوټ دی، هر افغان ته یې ور پرانيستی دی او کولی شي ځان راسره شامل کړي، خو یو لړ شرايط لرو. یو خو دا چې ۵۰ فیصده زده کوونکي مو بې وزله او یا د سړک د غاړې ماشومان دي. ۵۰ فیصده نور زده کوونکي له ښوونځيو جزبوو. د هغوی لپاره شرطونه دا دي، چې باید له دریم ټولګي فارغه وي، هر کال ۱۵۰ زده کوونکي راځي، ازموینه ترې اخلو او تر ټولو بااستعداده ترې د شاګرد په حېث منو یا نيسو."

دی همدا راز وايي چې د دوی له زده کوونکو پرته که کوم څوک شوقي غواړي د موسیقۍ یوه آله زده کړي، د هغوی لپاره یې ځینې نور خاص شرطونه ټاکلي دي، زرابي وايي:

"له نیکه مرغه باید ووایم چې د پوهنې وزارت په مرسته هغه ځوانان چې غواړي شوقي موسيقي زده کړي، زمینه ورته برابره ده. که څه هم په رسمي ډول هغوی نشو نیولی، خو د هغوی لپاره مو دوه وختونه ځانګړي کړي دي. یا دا چې دوی د موسیقي په دوه میاشتینۍ ژمني اکاډمي کې جزبوو او یا هم له درو بجو وروسته وخت ورکوو. د شخصي کورسونو په نسبت کم فیس ترې اخلو. هغوی د میاشتې پنځه زره اخلي، خو دلته ترې دوه زره افغانۍ اخيستل کیږي، هغه هم د دې انسټټيوټ له ماشومانو سره د مرستې په خاطر او د دې لپاره اخيستل کیږي چې دوی د دې ځای وسایل کاروي. اوس هم د کابل پوهنتون ځینې محصلان راسره شته او د ښځينه و لپاره خاص تخفیف دی، تقریباً وړیا دی."

سېدالهام فانوس یو زلمکی پيانو غږونکی

له باثمره ونې خو د مېوې تمه کيږي نو...

د موسېقۍ له دې انسټټيوټه هم چې څنګه تمه کیږي، هغسې یې خپل زده کوونکي رسولي هم دي. که دا انسټټيوټ نه وای نو نن به واړه سيدالهام فانوس چې لا یې په اصطلاح شونډه نده توره شوې داسې د استادانو غوندې پېانو نه غږوله، لکه څنګه یې چې اوس غږوي. ده څو شېبې (دا زموږ زیبا وطن...) ترانه په پېانو کې راته وغږوله.

سیدالهام فانوس کوم عادي پیانو نواز (غږونکی) ندی، ده د موسیقۍ په یوه سیالۍ کې چې ۳۰ هېوادونو پکې ګډون کړی و ۳ مقام خپل کړی. فانوس په یوه هنرمنده کورنۍ کې پېدا شوی، وايي په ماشومتوب کې مې له تبلې سره مینه وه، خو چې لږ رالوی شوم نو پیانو مې په زړه ښه ولګېده او په زده کړه مې یې پېل وکړ. فانوس د هغې سیالۍ په اړه وايي:

"دا د پیانو سیالي وه، چې د دېرشو هېوادونو تر منځ ما پکې دریم مقام خپل کړ. دا سيالي چې (ګولډن کي) یا ( د سرو زرو پرده) نومیده په جرمني کې ترسره شوه. لومړی مقام پخپله یوه جرمني هنرمند، دوهم یوه روسي او دریم ما وګاټه. هلته ما مختلف ډول غربي موسيقي وغږوله، دوی ته ډېره جالبه وه، چې یو افغان پيانو غږونکی په دومره ښه انداز او په دومره لوړه سویه د دوی موسیقي غږوي."

سېدالهام فانوس وايي چې موسیقي ذهن پیاوړی کوي او انسان ته یو خاص سکون وربخښي. دی له حقوقو او ادبیاتو سره ډېره مینه لري او وايي چې د علم تر څنګ مو باید یو هنر هم زده وي. فانوس وايي:

"کومه موسیقي چې زه کار کوم، هغه ډېره آرامه ده او یو خاص سکون لري. زما د موسیقي تر څنګ له ټولنيزو علومو سره هم ډېره جوړه ده. یو هنرمند باید باسواده واوسي، نه بې سواده. اوس اروپایان وګورئ، د هغوی څو هنرونه زده وي. حتی لوړ پوړي سیاستمداران پکې شته چې ښه هنرمندان هم دي. زما خصوصاً حقوق او ادبیات ډېر خوښيږي."

زه غواړم ټوله نړۍ ما د یوه وتلي افغان هنرمند په حېث وپيژني. دا خبره هم سېدالهام فانوس کوي، دی که یو خوا وايي چې غواړي په بهر کې د موسېقۍ په برخه کې زده کړې وکړي نو بلخوا هوډ لري چې د افغاني موسېقۍ بېلا بېل ډولونه د نوټ یا په لیکلې بڼه واړوي چې له زده کوونکو سره په زده کړه کې مرسته وکړي، الهام فانوس:

"زما یو لوی ارمان دا دی چې یو نړېوال پيانو غږونکی شم او ټوله نړۍ ما د یوه ښه او تکړه افغان هنرمند په نوم وپېژني او خپلې ټولنې او افغاني موسېقۍ ته خدمت وکړم. بله دا چې غواړم په بهر کې د موسیقۍ په برخه کې هغه هم خاص د پیانو په برخه کې زده کړې وکړم او بل هم دا چې خپله افغاني موسیقي د نوټ یا په لیکلې بڼه واړوم او یو کتاب یې کړم، دا مې ارمان دی."

په دې هیله چې سېدالهام فانوس خپلو آرمانونو ته ورسيږي، ننۍ تاندې څانګې راټلوو...

دا خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه یې هم اوریدلی او لوستلی شئ:

www.azadiradio.com

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:39 0:00
مستقیم لېنک

ShafaqN@rferl.org

XS
SM
MD
LG