د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

اریافر: په ځینو ولایتونو کې د رایو صندوقونه غیرقانوني قرنطین شوي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون وایي، چې د دغه کمیسیون اداري برخې په دې وروستیو کې د رایو په یو شمېر مرکزونو او محلونو کې په غیرقانوني ډول د رایو ځیني صندوقونه ارزولي او قرنطین کړي دي.

د دغه کمیسیون یوه کمشنر ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه کار د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شوی.

د عزیزالله اریافر په خبره دوی پریکړه کړې چې دغه صندوقونه، مرکزونه او محلونه د قرنطین له حالته راوباسي.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو موسسه فیفا د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسون د اداري څانګې دغه کارغیر مسولانه بولي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون اداري څانګې په دې وروستیو کې په تخار، بدخشان، بلخ، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې د رایو یو شمېر مرکزونه، محلونه او صندوقونه قرنطین کړي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون وایې، دغه کار د انتخاباتو د قوانینو خلاف دی.

د کمسیون په خبره دغه کار د یو شمېر مدني ټولنو له خوا د ورکړل شویو راپورونو پر اساس شوی دی.

د دغه کمیسیون یوه کمشنرعزیز الله اریافر ازادۍ راډیو ته په دې اړه وویل:

″دا د انتخاباتو د قانون د پنځوسمي مادې څخه تخلف دی چې له مخې یې د موجه شکایتونو پر اساس او په صندوقونو کې د لاس وهنې د ښکاره علایمو او اثارو د موجودیت په صورت کې ارزوني کیږي.

نو ځکه موږ په خپله غونډه کې پریکړه وکړه چې دغه کارغیرقانوني دی او باید ټول قرنطین او د رایو بیا شمېرنه چې په مرکزونو کې شوې، خپل لومړي حالت ته وګرځول شي او قرنطین پای ته ورسیږي.″

ښاغلي اریافر وویل، د درغلیو او سرغړونو ارزونه به ښایې د کاندیدانو د رایو په فیصدي کې بدلونونه راولي.

د دغه کمشنر په وینا د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون نه دی توانیدلی چې په معین وخت کې شکایتونه وارزوي.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه فیفا وایې، چې د رایو د صندوقونو ارزونه او قرنطین باید د څارونکو ټولنو د راپورونو پر اساس ونه شي.

د فیفا اجرایوي مشر جانداد سپین غر له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا کار غیر مسلکي وباله:

″د شکایتونو د کمیسیون ادارې برخه که ادعا کوي چې د فیفا یا نورو مشاهدو ټولنو د راپورونو پر بنسټ دوی قرنطین کړی، دا یوه غیر مسلکي او غیر اصولي خبره ده، ځکه زموږ راپورونه صرف د دوی لپاره یوه اطلاعاتي منبع ده.

اطلاعاتي منبع کولای شي د دوی مستقل اجرات تحریک کړي، خو دوی باید خپلې بې طرفانه ارزوني ولري، تر هغه ورسته باید پریکړه وشي چې قرنطین وشي که ونه شي.″


تردې وړاندې د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون اعلان کړی وو، چې له ترلاسه شویو شکایتونو څخه شاوخوا ۸۹۰ مورده یې لومړې درجه دي او د دوی په خبره د دغو شکایتونو ارزونه به د انتخاباتو پر نتایجو منفي اغیز وکړي.

خو ښاغلی اریافر وایې، په یو شمېر ولایتونو کې د دریمې درجې شکایتونه په لومړي ردیف کې ایښودل شوي.

د ده په خبره هغه شکایتونه چې په اړه یې اسناد او شواهد نشته باید له لومړې کتګورۍ څخه لیرې شي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرون مازدیګر د ولسمشرۍ انتخاباتو د قسمي نتایجو دوهمه برخه اعلان کړه، چې له مخي یې عبداله عبداله ۴۴ اعشاریه ۴ فیصده، اشرف غني احمدزي ۳۳ اعشاریه ۲ فیصده او زلمي رسول ۱۰ اعشاریه ۴ فیصده رایې اخستي دي.

د انتخاباتو د کمیسیون مشر وویل، چې د لومړنیو قسمي نتایجو شمېرې هم په همدې کې شاملي دي.

په همدې ترتیب سره عبدالرب رسول سیاف څلورم، قطب الدین هلال پنځم، محمد شفیق ګل آغا شیرزی شپږم، داوود سلطانزوی اووم او هدایت امین ارسلا په اتم کتار کې راغلي دي.

تمه ده د انتخاباتو لومړني نتایج د ثور پر څلورمه او وروستي نتایج د ثور پر څلرویشتممه نیټه اعلان شي.
XS
SM
MD
LG