د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

یاڅینیوک: روسیه به په اوکرایین کې بریالی نه شي


اوکرایین او روسیه دواړه د اوکرایین په ختیځ کې د پروني برید وروسته پر یو بل تورونه لګوي.

د اوکرایین د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پرون سهار د سلوویانسک بهر پر یوې پوستې په برید کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د روسیې دولتي رسنیو راپور بیا وایې، چې په دې پیښه کې د درېیو روسي پلوه فعالینو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

تر اوسه د برید کوونکو هویت نه دی معلوم شوی، خو دواړه لوري د برید مسولیت پر یو بل اچوي.

اوکراییني چارواکي تور پورې کوي، چې ولسمشر پوتین د پخواني شوروي اتحاد د بیا راژوندي کیدو هڅه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دې پیښې په اړه له غوصې ډکې څرګندونې کړي او ویلي یې دي، چې دې ثابته کړه چې اوکراییني چارواکي لیواله نه دي چې ملت پالي او افراطیان بې وسلې کړي.

په سیمه کې روسي پلوه چارواکو داسې اسناد او شواهد وړاندې کړي، چې د دوی په باور ښیې چې د اوکرایین د ښې اړخه ملت پاله ګوند ښۍ برخه په دې کار کې مسول دی.

خو ښۍ اړخي بیا په دې پیښه کې هرډول لاس لرل ردوي او پر ځای یې د روسیې ځانګړي ځواکونه تورنوي.

د اوکرایین امنیتي چارواکو ویلي، چې هیڅ اوکراییني اداره په دې پیښه کې ښکیل نه ده.دوی دا یوه پاروونکې پیښه بولي چې په وینا یې د بهرنیو له خوا ترسره شوې ده.

د سیمه يیزو روسي پلوه جلاغوښتونکو مشر ویاچیسلاف پونوماریف چې ځان د سلویانسک ښاروال بولي په سیمه کې ګرځ بندیز اعلان کړی او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتینه یې غوښتي چې سیمي ته روسي سوله ساتي ځواکونه ور ولیږي.

بل خوا د امریکا له ان بي سي ټلویزیوني چاینل سره په خبرو کې د اوکرایین صدراعظم ارسیني یاڅینیوک هغه تورونه بیا تکرار کړه، چې وایې روسیه په اوکرایین کې په مداخلې سره نړېوال ثبات له پوښتنې سره مخامخ کوي.

ښاغلي یاڅینیوک د ایستر اختر په مناسبت خبریالانو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې روسیه به په اوکرایین کې بریالی نه شي:

″دا لومړی ځل دی چې د ایستر اختر په ورځ اوکرایین له نابودیدو او له تخریبیدو له پلانونو سره مخامخ دی.

خو په دغه مقدسه ورځ زه غواړم ټولو ته ډاډ ورکړم چې که موږ له یو بل سره متحد پاته شو، نو تیارې به رڼا له منځه ځي او اوکرایین به بیرته را ژوندی کیږي.″

ښاغلي یاڅینیوک پوتین تورن کړ، چې د پخواني شوروي اتحاد په خاورو کې په ننوتو هڅه کوي چې شوروي اتحاد بیا راژوندی کړي. خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر بیا دغه تورونه رد کړي دي.

روسي پلوه جلاغوښتونکو پر سلویانسک سربیره د اوکرایین په هغو لسو ختیځو ښارونو کې چې عمدتا روسي ژبي دي، دولتي ودانۍ په خپل کنټرول کې راوستي دي.

تمه وه، چې د اروپا د امنیت او همکارې سازمان څارونکي د اپریل پر شلمه د اوکرایین په ختیځ کې د هغه نوي نړېوال پلان د عملي کیدو چارې وڅاري چې د غیر قانوني ډلو د منحلیدو او د عامه ودانیو د اشغال د ختمولو په هدف جوړ شوی وو.

دغه تړون د اپریل پر اولسمه په ژنیو کې د اروپایې ټولني، روسیې، اوکرایین او متحده ایالاتو له خوا لاسلیک شو.

دغه وروستۍ پیښې داسې مهال کیږي چې تمه ده د امریکا مرستیال ولسمشرجوبایډن د اپریل پر ۲۲ کیف ته سفر وکړي او له اوکراییني چارواکو سره خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG