د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

خوست: ایران کې دې د افغانانو اعدامول ودرول شي




نجیب الله الوخېل

د یکشنبې په ورځ ناوخته په خوست کې د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو د یوې ناستې په ترڅ کې د افغان حکومت، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په کلکه وغوښتل؛ چې په ایران کې دې د افغانانو د اعدامونو لړۍ ودروي او یاد هېواد کې دې افغانانو ته د ځان د سپیناوي او محاکمو کې د مدافع وکیلانو حق ورکړل شي.

د نوموړې غونډې ګډونوالو ویل؛ چې د ایران حکومت تل په خپل هېواد کې د میشتو افغان مهاجرینو او هلته د جنايي جرمونو په تور د نیول شویو کسانو سره ظالمانه چلند کړی؛ د دوی د ژوند او حق پرواء يې نه ده ساتلې او د بې وزله افغانانو په ځورونو سره يې خپل نړیوال تعهدات تر پښو لاندې کړي او د ښه ګاونډیتوب اصل يې له پامه غورځولی دی.

ایران حکومت په اصفهان کې څلور افغانان د حمل په شپږ ویشتمه نېټه د مخدره موادو د قاچاق په جرم اعدام کړل؛ افغان حکومت مخکې هم په بیا بیا له ایراني حکومته غوښتي وو؛ چې په اعدام د محکومو افغان زندانیانو سزا دې عمر بند ته راټیټه کړي؛ خو بیا هم افغان زندانیان اعدام شوي دي.

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شامحمد محمدي وویل؛ ایران د ګاونډیتوب د پاللو پر ځای خپل هېواد کې پر افغانانو ملنډې وهي، کله يې په یخ ژمي کې له خپلې خاورې شړي او کله يې هم په یو او بل نوم اعداموي، هغه د دې کار پایلې بدې بولې او زیاتوي؛ چې دا ډول کارونه به د افغانانو کلک غبرګون د ځانه سره ولري:

"دوی په افغانانو ملنډې وهي؛ کله افغانان په ژمي موسم کې باسي، کله يې وژني؛ موږ دا وایو که چیرې ایران اسلامي جمهوریت وي او اسلام ته احترام لري؛ موږ له دوی نه دا جدي غوښتنه لرو، که دوی موږ ته دا احترام نه لري، نو ممکن د دې پایلې او سرنوشت به ډېر بد وي؛ بیا به دوی موږ ته د اسلام ټکي نه رامخته کوي؛ چې زه مسلمان یم او ته هم مسلمان يې."

د مدني ټولنې فعال بوستان ولیزي وویل؛ چې ایران پخوا هم افغانانو سره ورته چلند کړی او پرته له دې چې د دوی حقونه په پام کې ونیول شي،یا لږ ترلږه د مدافع وکیل حق ولري په اعدام محکومیږي:

"ایران پخوا هم څو څو ځلې داسې تیري او تجاوزونه پر افغانانو باندې کړي دي او کوي يې؛ د افغان دولت، افغان پارلمان او دافغانستان له خارجه وزارت څخه موږ دا غوښتنه هم کوو، چې دغه مسله داسې چوپه خوله پرینږدي، بلکې ويې څیړي، له ایران سفارت سره دا خبره شریکه کړي او د ایران دولت سره دا خبره وڅیړي، تر څو په اینده کې دغسې عملونه بیا تکرار نه شي."

د یادې غونډې په وروستۍ برخه کې د مدني ټولنې د فعالانو له خوا یو څلور ماده ییز پریکړه لیک صادر شو؛ چې په هغه کې د افغانانو وروستي اعدامونه، چې په ایران کې ترسره شول، په سختو ټکو کې غندل شوي او د افغان حکومت، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو څخه په کې غوښتنه شوې؛ چې د خپل نفوذ او تاثیر نه په استفادې نوموړی حکومت دې ته اړ کړي، چې د افغانانو د اعدامولو روان بهیر ودروي او تر دې زیات افغانان په رواني او جسماني لحاظ ونه ځوروي:

"ایران حکومت د افغانانو د پرله پسې غوښتنو با وجود هم په ډېر ظالمانه توګه په یوه او بله پلمه پرته له دې، چې په هغه هېواد کې د دوی بشري حقونو او د یو تورن کس قضايي حقونو ته پام وکړي؛ افغانان په اعدام محکوموي او غواړي د افغانانو په بې مسوولانه وژنو سره نور خلک د قانون د اجرااتو څخه وډار کړي، چې دا عمل د انسانیت په قاموس کې ځای نه لري او نه به افغانان دوی ته چوپه خوله پاتې شي.

ایران په خپل کرغېړن نیت کې هېڅکله د افغانانو پرمختګونه؛ نه دي زغملي چې اوسنۍ عمل يې هم د وروستیو پرمختګونو پر وړاندې د بد نیت ښکارندويي کوي."


د یادونې وړ ده، پخوا هم په ایران کې د مخدره موادو د قاچاق په تور د لسګونو افغانانو د اعدام راپورونه ورکړل شوي دي، اعدام شوي افغانان د افغانستان د هرات؛ نیمروز، تخار او یو شمېر نورو سیمو اوسیدونکي ښودل شوي دي.
XS
SM
MD
LG