واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان پر اقتصاد په یوه تبصره کې ویلي، په راتلونکو میاشتو کې به، چې د افغانستان نوی ولسمشر واک ترلاسه کړي نو دا هېواد به له سخت اقتصادي مشکل او تنګسې سره مخامخ وي.
ورځپاڼې د افغانستان د مالیې وزارت د خزانې د عمومي رييس حاجي محمد اقا له قوله ویلي، چې د هېواد مصرفي بودجه، چې د شاوخوا دوه نیم ملیارد ډالرو معادل ده، د څلور سوه میلیون ډالرو معادل کسر لري او دا مساله کېدای شي د دې سبب شي چې د افغانستان حکومت په راتلونکو دوو میاشتو کې د خپلو مامورینو د معاش ورکولو توان ونه لري.
خو د مالیې وزارت ویندوی عبدالقادر جیلاني د دې ترڅنګ چې د بودجې کسر مني، وايي چې دا مساله به هیڅکله د دې سبب نه شي چې دولت خپلو مامورینو ته معاش ورنه کړای شي.
ښاغلي جیلاني دا خبره له عصمت څاروان سره په دې مرکه کې وکړه: